1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د رباني سفر د وخت د کمي له کبله ځنډیدلی دئ»

۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبه

د افغانستان د سولې د عالي شوری غړی معصوم ستانکزی، وايي چې پاکستان ته د دې شوری د مشر سفر د وخت د کموالي له کبله ځنډیدلی دئ. د هغه په خبره اوس د دې سفر له پاره د یوې نوې نیټې پر ټاکلو باندې خبرې اترې روانې دي.

https://p.dw.com/p/15mgz
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني، د چهار شنبې په ورځ پاکستان ته خپل پلان شوی سفر لغو کړ. هغه غوښتل چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د لا ډیرو همکاریو د راجلبولو په موخه دې هیواد ته ولاړ شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس معصوم ستانکزي، له دویچه ویله (المان غږ) سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې دا سفر لغو شوی نه دئ بلکې د وخت د کموالي له کبله ځنډول شوی دئ: «دا سفر لغو شوی نه دئ یوازې ځنډول شوی دئ چې اصلي لامل ئې د وخت کموالی وو... اوس دواړه خواوې د دې سفر له پاره د نوي وخت د ټاکلو په هڅه کې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر کارپوهان وایي چې پاکستان ته د رباني د سفر د لغو کیدو اصلي لاملونه د دې هیواد له خاورې څخه پر افغانستان باندې د توغنديو بریدونه او د پاکستان له خوا افغانستان ته د ملا عبدالغني برادر نه سپارل دي. خو ستانکزی وایي چې د سولې عالي شوری یو خاص ماموریت لري چې هغه په افغانستان کې د سولې د بهیر په لاره اچول دي. د هغه په خبره پاکستان ته د رباني د سفر ځنډیدل د توغندیو له بریدونو سره کوم «خاص تړاو» نه لري:

«د توغنديو بریدونه به د دواړو هیوادونو دفاعي چارواکي وڅیړي. د سولې عالي شوری یوه خاصه دنده لري چې هغه د سولې د فضا رامنځ ته کول دي... دغه موضوع له دې سفر سره کوم خاص ارتباط نه لري.»

د ستانکزي په خبره د افغانستان د سولې عالي شوری د ملا برادر په گډون له پاکستان څخه د افغان بندیانو د لیږدولو غوښتونکې ده او په دې اړه ئې پاکستاني چارواکو ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي دي. ستانکزي زیاته کړه چې د سولې شوری د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان نقش ډیر مهم بولي او له همدې کبله غواړي چې په دې بهیر کې د دې هیواد لا ډیره همکاري جلب کړي.

ملا عبدالغني برادر د ۲۰۱۱ کال په فبروري میاشت کې په پاکستان کې بندي شو. ویل کیږي چې هغه تر ملا عمر وروسته د طالبانو د ډلې تر ټولو بانفوذه غړی دئ. د رپوټونو له مخې ملا برادر له افغان حکومت سره د سولې له خبرو اترو سره لیوالتیا لرله.

صلاح الدین رباني د پاکستان د لومړي وزیر راجه پرویز اشرف، له خوا پاکستان ته دعوت شوی وو. پاکستان او افغانستان په ۲۰۱۱ کال کې د سولې یو گډ کمیسیون هم جوړ کړ. د دغه کمیسیون افغان او پاکستاني غړو څو ځلې له یو بل سره ولیدل خو د افغانستان د سولې د عالي شوری د پخواني مشر برهان الدین رباني، تر وژل کیدو وروسته د دې کمیسیون گډې غونډې په ټپه ودریدې.

پلان شوې وه چې صلاح الدین رباني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هیواد له پوځي او ملکي مشرانو سره د سولې په بهیر کې د هغوی د لا ډیرې همکارۍ د جلبولو په موخه لیدلي وای.

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض