1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مهاجرو ته د تیر کال دسمبر میاشت پورې مهلت ورکړل شوی وو

۱۳۹۵ فروردین ۱۴, شنبه

خېبر پښتونخوا له اسلام آباد څخه غوښتي دي چې له افغانستان سره په گډه پوله تورخم کې د ايالتي پولیسو او د ځانگړو ځواکونو واحدونو گمارلو ته اجازه ورکړي. د دې کار هدف پاکستان ته د افغانانو د مهاجرت مخه نیول دي.

https://p.dw.com/p/1IONT
Afghanistan Flüchtlinge am Khyber Grenzübergang nach Pakistan Archivbild
انځور: Tanveer Mughal/AFP/Getty Images)

د پښور ايالتي حکومت له خواوروسته تر دې یو وار بیا دغه غوښتنه کیږي چې د پاکستان په دغه ایالت کې د ترهگریزو بریدونو، هدفي وژنو، سړي تښتونو او غیر قانوني اخاذیو گراف لوړ شوی دی.

له بلې خوا ايالتي حکومت پریکړه کړی چې د اپریل یعنې روانې میاشتې له لومړۍ نیټې څخه به په جدي توگه د پاکستان دغه ایالت ته د غیرقانوني مهاجرو د داخلیدو مخه ونیسي.

پاکستان په دغه هیواد کې میشتو افغان مهاجرو ته د تیر کال دسمبر میاشت پورې مهلت ورکړی وو چې خپل هیواد ته ستانه شي، خو د پاکستان لومړي زویر نواز شریف دغه مهلت شپږ میاشتې نوره هم وغزوله. تر دغې پریکړی وروسته د طورخم په سرحد کې افغان مهاجرو ته د اجارت نامې ورکولو بندوبس وشو.

کله چې په دې هکله د تورخم په بند کې د «UNHCR» له یوه کارکونکي څخه وپوښتل شول، هغه د نوم نه ښکاره کولو په شرط دویچه ویله ته وویل چې د دریو میاشتې په موده کې یوازې ۱۲۰۰۰ افغان مهاجرو ته دغه اجازتنامې ورکړل شوې دي. نوموړي زیاته کړی ده چې د پرسونل د کموالي او بې نظمې له امله دغه بهیر ډیر سست پر مخ روان دی.

همدارنگه د تورخم په سرحد کې د بسونو د ترانسپورت تنظیمونکي ادارې مشر حاجي رحیم گل دویچه ویله ته ویلي دي: «هره ورځ په زرگونو انسانان له دغه سرحد څخه تیږي. د رخصتۍ په ورځو کې دغه شمیر بیا نسبتاً کم وي.» رحیم گل زیاتوي چې په تیرو څو ورځو کې امنیتي مسولینو سختي لا زیاته کړی ده، ځنی وختونه دوی حتی له موټرو څخه هم مسافر ښکته کوي.

کله چې د دویچه ویله همکار د غیرقانوني افغانانو د تگ راتگ په برخه کې په خېبر ایجنسي لنډي کوتل کې د قبائلي چارو له کارپوه ابراهیم شینواري څخه پوښتنه وکړه هغه وویل: «که د افغانانو تگ راتگ تنظیم شي، په دې توگه به د مجرمینو د پيژندنې په برخه کې اسانتیا رامنځته شي. خو سیمه ېېز حکومت د جرایمو د مخنیوي په برخه کې د پولیسو د څرگندونو پر بنسټ خبره کوي. پولیس د جرایمو د مخنیوي په برخه کې پاتی راغلې او د دې کار پړه بیا پر افغان مهاجرو وراچوي، چې دا واقعیت ته نږدې نه دی.»

ابراهیم شینوارۍ وایې چې پاکستان او افغانستان دوه جلا هیوادونه دي او د دواړو هیوادونو اتباعو ته پکار دي چې د دویم هیواد قانون ته درناوی وکړي: «خو د واړو هیوادونو په سرحدونو کې نظم نشته، چې گټه یې ترهگر او مجرمین پورته کوي. پاکستان ته د غیرقانوني مهاجرو راتگ په دغه هیواد کې استوگنو قانوني مهاجرو ته ستونزې راوړلاوي او دوی ته هم د شک په سترگه کتل کیږي.

په افغانستان کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه افغان کډوال میشت دي. د دوی لویه برخه په خیبرپښتونخوا او قبائلي سیمو کې میشت دي. سیمه ییز حکومت مخکې تر دې هم غوښتنه کړی وه چې د افغان مهاجرو د بیرته استولو موضوع دې عملي کړای شي. اوس په ترهگریزو پیښو کې د افغاني اتباعو لاس درلودلو تر اثبات وروسته یو وار بیا دغه غوښتنه مطرح کیږي.