1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته د پخواني افغان پوځ د وسلو قاچاق

۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبه

د پخواني افغان حکومت له ړنګیدو وروسته پاکستان ته د پوځي وسایلو او د وسلو د قاچاق خبرونه ورکړل شوي. تازه په پکتیکا کې هغه موټر نیول شوی چې پاکستان ته پکې وسلې لیږدول کیدې. خو طالب چارواکي څه وایي؟

https://p.dw.com/p/43yXt
zum Thema - Selbstmordanschlag auf Bundeswehrkonvoi während Besuch des Verteidigungsministers
انځور: Reuters/Omar Sobhani

د پکتیکا ولایت په انګور اډې  بندر کې یو پیکپ موټر نیول شوی، چې د پیازو په نوم پاکستان ته پکې د پخواني افغان پوځ وسلې انتقالیدې. د نیولې شویو وسلو دقیق شمېر نه دی ورکړل شوی، خو ویل کیږي چې دا وسلې له غزني ولایت څخه راوړل شوي وې.

د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د انګور اډې د ګمرک  لپاره د طالبانو مسئول مولوي سیف الرحمن تایب وایي، دوی پاکستان ته هر تلونکی موټر دقیق کنټرولوي او دا وسلې یې هم د کنټرول پرمهال نیولي.

هغه وایي: «زموږ ملګرو هغه وخت چې دوی موټر کې کارتنونه ایښودل، دا وسلې پیدا کړې. دا اول ځل نه دی، مخکې هم موږ دلته وسلې نیولي او امنیه قوماندان ته مو سپارلي، اسناد یې ټول موږ سره موجود دي.»

د پکتیکا لپاره د طالبانو د بیت المال ادارې مسئول مولوي محمد ایوب متقي د دغه ولایت د ګمرک کارکوونکي ستایي، چې څو ځلې یې پاکستان ته د وسلو قاچاق مخه نیولې او نیول شوې وسلې یې دوی ته سپارلي.

نوموړی زیاته کړه: «موږ د پکتیکا ګمرک کارکوونکي ستایو، هغوی ډېر بیداره دي، مخکې یې هم اسلحه نیولې وه. دا وسله د بیت المال ده، د افغانستان سرمایه ده او موږ کله هم چا ته اجازه نه ورکوو، چې وسلې او د بیت المال توکي خرڅ کړي او یا یې پاکستان ته قاچاق کړي. »

څو ورځې وړاندې په پکتیا ولایت کې په وسلو د بار یوې لارۍ موټر د نیول کیدو خبر ورکړل شوی و، چې د معلوماتو له مخې د پخواني پوځ سلګونه میله ټوپک او نورې وسلې پکې ځای پر ځای شوي وې. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم دا خبر تایید کړی و، خو ډېر جزئیات یې نه وو ورکړي.

د طالبانو په حاکمیت کې هم پاکستان ته د چهار تراشو قاچاق روان دی؟

 د هېواد له یو شمېر نورو ولایتونو هم خبرونه ورکړل شوي، چې پخواني پوځي وسایل او وسلې له هېواده ایستل کیږي او پاکستان ته یې قاچاق روان دی.

په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې او عکسونه لاس په لاس کیږي، چې پکې د پخواني حکومت پوځي موټر لیدل کیږي چې پاکستان ته د سپین بولدک له لارې انتقالیږي او دغه راز په پاکستان کې د افغان پوځ د یو شمېر پوځي ګاډو انځورونه هم په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شوې دي.

عام افغانان د پوځي وسایلو د پلور او ګاونډيو هېوادونو ته یې د قاچاق په اړه جدي اندیښنې څرګندوي. د کابل د کارته نو اوسیدنکی محمد الرحمن وایي، د پوځي وسایلو د پلور او قاچاق خبرونه یې ډېر ځوروي.

نوموړی وويل: «متاسفانه چې کله خبرونه اورو او یا په فیسیوکونو کې ګورو، چې وسلې خرڅې شوې یا پاکستان ته پوځي موټر اړول کیږي ډېر مې خفه کوي. موږ ولې دومره ذلیله شو، چې د خپل وجود برخه او خپل عزت خرڅ کړو.»

د پکتیا ولایت یو اوسیدونکی غني سرور د دې اقدام ستاینه کوي، چې څو ځلې طالبانو د وسلو قاچاق مخه نیولې او اړونده کسان یې هم نیولي، خو د ګیلې په توګه وایي، دا موضوعات پټ پاتې کیږي او کسان یې رسنیو ته نه ښودل کیږي.

هغه وایي: «کله چې طالبان یو عادي غل ونیسي بیا یې چوک ته رایستلی وي، ولې یوه ورځ مو هم ونه لیدل، چې د وسلو او پوځي توکو خرڅونکي او قاچاق کوونکي هم عام محضر کې را څرګند کړي. موږ غواړو، دا خلک که طالبان وي او یا هر څوګ، سخته سزا ورکړل شي، هغوی وطن سره خیانت کوي.»

طالب چارواکي مني، چې د پوځي وسایلو د پلور او قاچاق هڅه شوې، خو وايي چې دوی یې په جدي توګه مخه نیولې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت سرمفتش او د طالب لیکو د تصفیې کمېسیون مشر لطف الله حکیمي دویچه ویله ته وویل، دوی له تصور ژر پخوانی حکومت چپه کړ او طالبان په ناڅاپي توګه حاکم شول، چې له همدې امله یو شمېر فرصت طلبه خلک د دوی لیکو کې ځای ونیو. نوموړی وایي، یو شمېر د وسلو قاچاقبر هم د دوی لیکو کې د ځای پر ځای کیدو او د وسلو قاچاق برخه کې هڅه کړې، خو دوی یې په جدي توګه مخه نیولې ده. هغه زیاته کړه: «موږ مطلق دا خبره ردولی نه شو، خو دومره وایم، چې موږ بشپړ پر وضعیت حاکم یوو او سرحدات مو تر کنټرول لاندې دي. اولو ورځو کې اصطراري حالت و، د وسلو مافیا شته. فکر کوم هغوی یو څه تحرقات کړی وو خو هغه الحمدالله خنثی شول.»

دغه طالب چارواکی وایي، د دوی په مشرۍ جوړ شوی د طالبانو د لیکو د تصفیې کمېسیون جدي کار کوي، چې دغسې خلک له خپلو لیکو وباسي.

نوموړی دغه راز خبرداری ورکوي، که څوګ د وسلو او یا حکومتي وسایلو د پلور او قاچاق په تور ونیول شي، نو د رسنیو پر وړاندې به يې په ډاګه کړي.

زموږ له آرشيف څخه: