1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته د ياغيانو د وروستيو بريدونو په اړه خبر داری

۱۳۹۴ شهریور ۹, دوشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د ملي امنیت سلاکاري د پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه ته خبرداری ورکړی دی چې په پاکستان کې د مېشتو یاغیانو له خوا په افغانستان کې وروستي بریدونه سیمه ییز امنیت ته گواښ پیښوي.

https://p.dw.com/p/1GOJw
انځور: PMLN

دغه رپوټ رویترز خبري آژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله ورکړی دی. د متحدو ایالاتو د ملي امنیت سلاکاري سوزان رایس د یکشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړ.

د خبري آژانس په رپوټ کې ویل شوي دي چې سوزان رايس د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته د ولسمشر بارک اوباما بلنلیک هم ورکړ، چې په اکتوبر میاشتې کې یې متحدو ایالاتو ته د سفر بلنه ورکړې.

د سوزان رایس دغه سفر په یوه داسې وخت کې کیږي چې له خپلو گاونډیو هیوادونو افغانستان او هند سره د پاکستان اړیکي خړي پړي دي. د آژانس د رپوټ له مخې پر دې سربیره دا خبره هم روښانه نه ده چې آیا امریکا متحد ایالات به پاکستان ته ۳۰۰ میلیونه امریکایي ډالره پوځي مرسته ورکړي، که نه.

ځینې رسنیو داسي اشاره کړې ده چي که چیري امریکا متحد ایالات دا معلومه کړي چې پاکستان د حقاني شبکې پر ضد پوره گامونه نه دي اخیستي نو ښایي له پاکستان سره دغه مرستي و نه شي. حقاني شبکه په افغانستان کې په خونړیو ترهگرو بریدونو تورنه ده.

رویترز خبري آژانس د هغه لوی امریکايي چارواکي له قوله چې په اسلا آباد کې یې خبریالانو ته معلومات ورکړي، لیکلي دي چې سوزان رايس په کابل کې وروستيو بريدونو ته چي ۵۰ انسانان پکښې ووژل اشاره وکړه او ویې ویل چې څرنگه هغه یاغیان چې په پاکستان کې میشت دي د سویلي آسیا بې ثباتۍ ته ادامه ورکړې ده.

دغه چارواکي ویلي دي: «موږ داسي فکر کوو چې په کابل کې د وروستیو بریدونو لړۍ د حقاني شبکې له لوري تر سره شوې وي. دا په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده.»

د رویترز خبري آژانس په تفصیلي رپوټ کې راغلي دي چې حقاني شبکه په ۲۰۱۱م کال کې د متحدو ایالاتو د لوی درستیز له خوا د پاکستان د داخلي استخباراتي ادارې آی اس آی، د یوه «ریښتني مټ» په توگه عنوان شوې وه. خو پاکستان د دغي ډلي ملاتړ ردوي. دغه ډله د طالبانو او القاعدې ترهگرې شبکې متحده هم گڼل کیږي.

رايس اسلام آباد ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د پاکستان له لوی درستیز جنرال راحیل شریف او همداشان له نورو سیاسي مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي. ويل کيږي چې رایس له پاکستان څخه غوښتي دي چې له خپل سیال هند سره د تشنج د زیاتیدو مخنیوی وکړي.

تیره اوونۍ د پاکستان او هند د ملي امنیت سلاکارانو ترمنځ یوه غونډه وځنډیده. د تیرې جمعې په ورځ د دواړو هیوادونو تر منځ د شخړه ییز سرحد په اوږدو کې د متقابلو ډزو په پایله کې نهه تنه ووژل شول.

د یکشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې پاکستان ته د سوزان رایس سفر ستایل شوی دی.

د پاکستان پوځ له تیر کال راهیسې د افغانستان سرحد ته څیرمه په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د متحدانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي. دي. خو ځینو دا پوښتنه راپورته کړې ده چې آیا د عملیاتو تر پیلیدو د مخه خو به د حقاني شبکې مشرانو ته د تیښتې اجازه نه وي ورکړل شوې؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب