1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان درې تنه نور افغان طالبان آزاد کړل

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۶, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چي د افغانستان د سولي پروسې د پرمختګ په خاطر يې له خپلو زندانونو څخه درې تنه نور طالب مشران هم آزاد کړي دي. طالبانو هم دغه خبر تاييد کړی دی او ويلي يې دي چي هغوی اوس له خپلو کورنيو سره دي.

https://p.dw.com/p/1APDR
انځور: AP

يوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط د سه شنبې په روځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۲۶) رسنيو ته ويلي دي چي له زندان څخه درې تنه آزاد سوي طالب بنديان يو يې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر سلاکار ملا عبدالاحد جهانګيروال، د طالبانو د رژيم پرمهال د هلمند والي ملا عبدالمنان او يو قوماندان ملا يونس آزاد کړي دي.

د دغو درو کسانو له جملې څخه ملا عبدالاحد جهانګيروال چي د زابل ولايت اوسېدونکی وو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د «شريعت ږغ» راډيو امير او د ملا محمد عمر وياند وو.

پاکستان تقريباً يوه اوونۍ له هغه وروسته دغه طالب بنديان آزاد کړي دي چي د افغانستان د سولي د عالي شورا استازو په اسلام آباد کي له پاکستاني چارواکو سره خبري اتري لرلې.

ويل کيږي چي د سولي د عالي شورا استازو په پاکستان کي له ملابرداري سره هم کتلي دي خو په اړه يې تر اوسه پوري نور جزييات نه دي په ډاګه سوي. افغان حکومت پر دې باندي ټينګار کوي چي له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کي ملا عبدالغني برادر چي د ملا عمر نزدې ملګری وو مثبت رول لوبولای سي.

پاکستان له افغانستان سره د سولي په پروسه کي د مرسته کولو په خاطر په تېر يوه کال کي نزدې ۴۰ تنه طالب بنديان له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي دي، خو تر اوسه پوري په دغه پروسه کي د پرمختګ څرک نه معلوميږي. ويل کیږي چي د آزاد سوو طالبانو یو شمېر يې له افغان حکومت سره د نارضايتۍ په خاطر بيرته وسلو ته لاس اچولی دی.

پر دې سربيره طالبان تر اوسه پوري له حامد کرزي او د هغه له حکومته سره له خبرو کولو څخه ډډه کړې ده او وايي چي هغه د امریکا لاس پوڅی دی.

د روان کال په جون مياشت کي هغه مهال په قطر کي له طالبانو سره د خبرو اترو هڅي له ناکامۍ سره مخامخ سوې چي افغان ولسمشر حامد کرزي په دغه هيواد کي له طالبانو سره د خبرو له پاره په پرانيستل سوي دفتر کي د هغوی د وخت د سپين بيرغ پر پورته کولو او پر لوحه باندي د اسلامي امارت د عبارت په اړه خپله غوسه وښووله.

د کارپوهانو په اند پاکستان چي اوس هم له افغان طالبانو سره اړيکي لري او په ۱۹۹۶ کال کي يې په افغانستان کي واک ته ورسول، کولای سي چي د افغانستان د سولي په پروسه کي ډېر مخکښ رول ولوبوي. د يو شمېر کارپوهانو په اند د پاکستان د حکومت له همکارۍ پرته د سولي پروسې پرمختګ ډېر ستونزمن دی.

افغان ولسمشر حامد کرزی هڅه کوي چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو ترمخه له طالبانو سره يوه جوړ جاړي ته ورسيږي.

داسي انديښنې موجودي دي چي ګويا له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به په دغه هيواد کي يو وار بيا ګډوډي رامنځ ته سي او ټولي وروستۍ لاس ته راوړني به بيا له خاورو سره خاوري سي.