1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغانستان او چین د ګډې غونډې کوربتوب کوي

۱۳۹۸ شهریور ۱۶, شنبه

پاکستان د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د پای او له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د خبرو له پاره د افغانستان او چین کوربتوب کوي. زیاته شوې چې د خبرو په اجندا کې د سوداګرۍ پر سر خبرې هم شاملې دي.

https://p.dw.com/p/3PCzX
Afghanistan Gespräche mit Außenminister Pakistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې په ۷مه نیټه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پاکستان په کوربتوب د چین او افغانستان د یوې غونډې خبر ورکړ. قریشي په خپلو خبرو کې وویل چې دغه غونډه داسې مهال رابلل شوې چې اوسمهال د امریکا په مشرۍ د افغانستان د سولې خبرې ادامه لري.

د رپوټونو په حواله د دریو هیوادونو د غونډې په اجندا کې د افغانستان د جګړې پای ته رسول او د سولې پروسه، له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه او همدا راز سوداګري شامله ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې د سیمې او پاکستان امنیت په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسیدو تکیه کوي.

په عین وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دریو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به په دې غونډه کې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې همکاري هم تر بحث لاندې ونیسي.

د دریو هیوادونو ترمنځ د دغې غونډې اساس دوه کاله مخکې کیښودل شو او تر دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې د دغې غونډې یو پړاو د چین په پلازمینه بیجینګ کې ترسره شوی دی. کابل بیا د دغه راز یوې غونډې کوربتوب په ۲۰۱۸م کال کې کړی وو. د پاکستاني رسنیو په حواله، د چین او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیران پاکستان ته رسیدلي دي.