1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغانستان د سولي په پروسه کي د ستر نقش په لټه کي دی

۱۳۸۹ فروردین ۴, چهارشنبه

په داسې حال کې چې افغانستان له طالبانو سره د سياسي حل لاره لټوي، پاکستان د دې ليوال ښکاري، چي دا هفته له لوړپوړو امريکايي چارواکو سره په ليدنه کتنه کي، جگړه ځپلي هېواد افغانستان کي د خپلو ستراتيژيکي گټو غم وخوري...

https://p.dw.com/p/MaWX
پاکستان د افغانستان په خبرو اترو کې يو اغېزمن او د اهميت وړ رول لوبول غواړي
پاکستان د افغانستان په خبرو اترو کې يو اغېزمن او د اهميت وړ رول لوبول غواړيانځور: AP Graphics/DW

له 2001 ميلادي کال راپدېخوا له افغان پاڅون کوونکو سره د مرستي تر شک لاندې پاکستان به کوښښ کوي، چي نن د چهارشنبې په ورځ له امريکايانو سره د وزيرانو په سويه صلاح مشورو کي د امريکا متحده ايالات د يو لړ موضوعگانو په برخه کي قانع کړي.

تېر کال د سوات په دره او جنوبي وزيرستان کي د ياغيانو پرضد پاکستاني پوځي حملو او هم د افغاني طالبانو د مشرانو پر ضد د دوی اقداماتو د امريکا رضايت حاصل کړی او کېدلای سي له واشنگټن سره د پاکستان په اړيکو کي گټور تمام شي.

پاکستان د افغانستان په خبرو اترو کې يو اغېزمن او د اهميت وړ رول لوبول غواړي، کوم چې ښايي په هغه هېواد کې د طالبانو او نورو مخالفو ډول په گډون د يوه پراخ لمني حکومت منځ ته راتگ سبب شي.

د امريکا متحده ايالتونه د افغانستان او ياغيانو تر منځ خبرو اترو کي برخې اخيستې په اړوند له هغو ډلو څخه ملاتړ کوي، چې له زورزياتي څخه لاس اخلي او قانون ته غاړه ږدي.

د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند PJ Crowley پرون دوشنبه په واشنگټن کې خبريالانو ته په ډاگه کړه: د افغانستان په ارتباط زموږ دريز دا دئ، چې هغوی له ياغيانو سره خپل ملاتړ بند کړي، د افغانستان د اساسي قانون د غوښتنو سره سم ژوند ته راوگرزي، له زورزياتي څخه لاس واخلي او د القاعدې له ترهگرې ډلې سره اړوند ونه لري.

د پاکستان د پلاوي مشرتابه د بهرنيو چارو د وزير شامحمود قريشي پر غاړه دئ، له کوم سره چې لوی درستيز جنرال پرويز قياني، د استخباراتي ادارې مشر شجاع پاشا او د پوځ وزير احمد مختار هم ملگري دي.

د امريکايي اړخ مشرتابه د بهرنيو چارو وزيره هلري کلنټن کوي، د پوځ وزير رابرت گيټز او لوی درستيز سمندري جنران مايکل مولين د پلاوي غړي جوړوي.

په واشنګټن کي د افغانستان د مسلې د حل لپاره د تيرو درو اړخيزو خبرو اترو پر مهال د درو سرو هيوادونو جمهورريسان. حامد کرزی بارک اوباما او اصيف علي زرداري
په واشنګټن کي د افغانستان د مسلې د حل لپاره د تيرو درو اړخيزو خبرو اترو پر مهال د درو سرو هيوادونو جمهورريسان. حامد کرزی بارک اوباما او اصيف علي زرداريانځور: AP

د دې دوه ورځنۍ غونډې اصلي موضوعگانې دي، دفاعي او اقتصادي برخې لکه کرهڼه، مخابرات، ټولنيزه پاليسي، سوداگري، انرژي او اوبه، خو امنيتي موضوعگانې به تر ټولو غوره او د اهميت وړ وي.

د نيويارک له کولمبيا نومې پوهنتون څخه د پاکستان يو نامتو څېړندوی حسن عسکري رضوي څرگنده کړې چې: افغانستان به د جدول په سر کې وي، او د نورو موضوعگانو پر سر خبرې اترې به د همدې موضوع د نتيجې تر سيوري لاندې راځي.

پوه پاکستاني سياستمدار، چې خپل هويت يې نه دئ په ډاگه کړی، وويل چې يوه خبره ثابته ده او هغه دا چې: دواړه هېوادونه نه غواړي له خپلو پخوانو ملگرو څخه بېل کړل شي، پاکستان له افغاني طالبانو او امريکه له افغان مشر حامد کرزي نه.

امريکايان وروسته له هغه طالبانو سره خبرو اتر ته کښېناستل غواړي، چې لومړی په خپلو30000 اضافي عسکرو سره د طالبانو د برياليتوب هېله ناکامه کړي. مگر ښکاري چي حامد کرزی بيا بيړنی دئ او خپل پروگرامونه عملي کوي.

واشنگټن اعلان کړی، چې د 2011 ميلادي کال د جولای په مياشت کي به له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ايستنه پيل کړي، مگر پاکستان ته يې هم دا اطمنان ورکړی، چي د زيات وخت د پاره به له سيمې څخه لاس نه اخلي.

د افغانستان او پاکستان د پاره د امريکا ځانگړي استازي ريچارو هولبروک تېره اونۍ څرگنده کړه چې: د امريکا او پاکستان تر منځ دوړه اړخيزه خبرې به پراخه او جدي وي.

Agenturen/ محمدعارف وردګ

کتونکی. زيارمل