1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان د افغانستان په خاوره کې پرمختګ کړی»

۱۳۹۱ مرداد ۱۱, چهارشنبه

افغانستان وایي چې پاکستاني پوځ د افغانستان د خاورې یوه برخه نیولې ده او طالبانو ته پکښې اډې جوړوي. د ملي امنیت اداره د جنرال دوستم او مارشال فهیم په مرسته د پولې پر سر د سلو زره کسانو د ځای پر ځای کولو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/15hh8
انځور: picture-alliance/dpa

د افغانستان د ملي امنیت اداره وایي چې د پاکستان پوځ په کونړ، نورستان، ننگرهار او پکتیا ولایتونو کې د افغانستان په خاوره کې پرمختگ کړی دئ او د افغانستان په خاوره کې ئې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت یا استخباراتو اداره وایي چې پاکستان د روان لمریز کال له پیل راهیسې د افغانستان د کونړ، ننگرهار او نورستان ولایتونو پر سرحدي ولسوالیو باندې ۲۱۰۰ توغندي توغولي دي.

«د پاکستان اردو پر ختیځو سیمو باندې توغندي توغوي»

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې رئیس رحمت الله نبیل، د چهار شنبې په ورځ «د اگست د میاشتې لومړۍ نیټه» د افغانستان د ولسي جرگې غونډې ته وویل چې پر افغانستان باندې ټول توغندي د پاکستان د پوځ له خوا د دې هیواد له خاورې څخه توغول کیږي: «غواړم دا خبره روښانه کړم چې هر افغان او هر هغه بهرنۍ چې وایي د پاکستان پوځ دغه بریدونه نه تر سره کوي، د پاکستان د پوځ جنایتونه پټوي.»

تر دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر او د افغان پوځ لوی درستیز هم ویلي وو چې پر افغانستان باندې توغندې د پاکستان د پوځ له خوا توغول کیږي. په همدې حال کې افغان ولسمشر ویلي دي چې که افغان دولت هم پر ورته عمل لاس پورې کړي نو د دیورند د کرښې بلې غاړې ته میشتو ملکیانو ته مرگ ژوبله اوړي.

افغانستان وایي د پاکستان پوځ پر افغانستان باندې توغندي توغوي.
افغانستان وایي د پاکستان پوځ پر افغانستان باندې توغندي توغوي.انځور: AP

د افغانستان په خاوره کې پرمختگ

ښاغلي نبیل وویل چې د پاکستان امنیتي پوستې د افغانستان په خاوره کې له دریو څخه تر پنځو کیلو مترو پورې راوړاندې جوړې شوې دي. په وروستیو کې پاکستان هم پر افغانستان باندې د توغندیو توغول منلي دي او ویلي ئې دي چې دغه توغندي په افغانستان کې د طالبانو د اډو د په نخښه کولو په موخه توغوي.

خو د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي چې پاکستان له دې کار سره غواړي د افغانستان او پاکستان پر پوله یو شمیر ولسوالۍ خالي کړي او هغه د طالبانو په واک کې ورکړي. د ملي امنیت په حواله له دې بریدونو څخه د پاکستان بل هدف دا دئ چې د کونړ سیند د افغانستان او پاکستان د پولې په توگه وټاکي او د دې سیند له اوبو څخه گټه واخلي.

ښاغلي نبیل ویلي دي چې د پاکستان پوځ د افغانستان پرسرحدي اوسیدونکو باندې فشار اچولی دئ چې یا پاکستانۍ تذکرې واخلي او یا هم خپل کورونه پریږدي. هغه زیاته کړې ده چې د دغو سیمو له خالي کولو څخه د پاکستان د پوځ هدف په هغوی کې د طالبانو ځای پر ځای کول دي:

«د دې له کبله چې پر دوی باندې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې فشارونه ډیر دي، هغوی طالبان د افغانستان سرحدي ولایتونو ته استولي دي او غواړي چې د کونړ او نورستان په ولایتونو کې هغوی ته اډې جوړې کړي.»

له دوستم او مارشال فهیم څخه د مرستې غوښتل

د افغانستان د ملي امنیت رئیس وویل چې پاکستان غواړي په دغو ولایتونو کې طالبان ځای پر ځای کړي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، د افغانستان پر ښارونو باندې د هغوی د بریدونو له پاره امکانات برابر کړي. هغه زیاته کړه چې پاکستان غواړې د سولې د خبرو اترو په صورت کې د طالبانو له پاره ډیر امتیازات تر لاسه کړي.

افغانستان وایي چې پاکستاني پوځ د افغانستان په خاوره کې پوستې جوړې کړې دي.
افغانستان وایي چې پاکستاني پوځ د افغانستان په خاوره کې پوستې جوړې کړې دي.انځور: DW

د نبیل په خبره دې ستونزو ته د پای د ټکې د ایښودلو یوازینې لار په سرحدي سیمو کې د ملي ځواکونو ځای پر ځای کول دي: «ملي مسایل که د یوه ملي خوځښت له کبله حل نه شي په څو تنو سرتیرو سره نه شي حلیدای. که موږ غواړو چې خپلو ځواکونو ته روحیه ورکړو او نړیوالو ته خپل غږ ورسوو باید به سرحدي سیمه کې یو کمپ ووهو او د وکیل صاحبانو، جنرال دوستم، مارشال فهیم او یا هم د ملي دفاع وزارت له خوا د داوطلبانو نومونه ثبت کړو او لږ تر لږه ۱۰۰ زره کسان په دې سیمه کې د یوې اونۍ له پاره راټول کړو.»

دیپلوماسي ناکامه شوې ده

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د پاکستان د توغندیو د بریدونو د بندولو له پاره د هغوی دیپلوماتیکې هڅې ناکامه شوې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، د دې هیواد پارلمان ته وویل چې که دیپلوماتیکې هڅې کومې پایلې و نه لري نو افغانستان به له نورو لارو چې له ملگرو ملتونو او نړیوالو متحدینو څخه د مرستې غوښتل دي کار واخلي.

حسین سیرت/ کابل
کتونکی: مسعود جهش