1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د افغاني مهاجرینو د ایستلو مهلت تمدید کړ

۱۳۹۱ آذر ۲۳, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/171bP

د پاکستان حکومت ویلي دي چي په دغه هيواد کښي یې د افغاني مهاجرینو د اقامت موده د نورو ۶ میاشتو له پاره تمدید کړې ده. پاکستان تر دې دمخه د افغاني مهاجرینو له پاره یو مهلت ټاکلی وو، چي د هغه پر اساس باید ګرده د دغه عیسوي کال تر پايه پوري له پاکستان څخه وتلي وای، خو د چارشنبې په ورځ یې اعلان وکړ، چي دوی د نورو ۶ میاشتو له پاره هم په پاکستان کښي پاتیدلای سي. د پاکستاني مقاماتو په حواله په دغه هيواد کښي ۱،۶ميلیونه ثبت سوي افغاني مهاجرین او تقریباً یو ميلیون نور مهاجرین هم ژوند کوي، چي ثبت سوي نه دي. افغان مهاجرین په افغانستان کښي د بې امنۍ او خراب اقتصادي حالت له کبله بیرته تلو ته زړه نه ښه کوي.