پاکستان: د افغان سولې د پرمختگ له پاره د افغان مهاجرو ستنيدل غوښتي

پاکستاني چارواکو د افغانستان د سولي پروسې د پرمختگ له پاره له پاکستانه د افغان مهاجرو د بيرته ستنيدو غوښتونکی دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې له پاره د امريکا ځانگړی استازی د دوشنبې په ورځ اسلام آباد ته تللی وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحدو ايالاتو د ځانگړي استازي زلمي خليلزاد په مشرتوب استازو او پاکستاني ديپلوماتانو ترمنځ تر ليدنې کتنې وروسته وويل: «دا [د افغان مهاجرو بيرته ستنېدل] زموږ له هغو وړاندیزونو څخه يو وو چې پر ميز مو ايښي ول.»

پاکستان وړاندیز کړی دی چې امريکا دې له دغه هيواد څخه تر ۲ ميليونه زياتو مهاجرو د بيرته ستنولو په موخه چې له څو لسیزو راهيسې هلته میشت دي، له اسلام آباد سره مالي او لوجستکي مرسته وکړي.

د پاکستان حکومت په ماضي کې د افغان مهاجرو د بيرته ستنولو له پاره په څو وارې ضرب الاجل ټاکلی او بیرته ځنډولی دی.

انځورونه: له پاکستان څخه د ډیر شمیر افغان کډوالو ستنیدل

افغان چارواکي وایي چې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې له ډلې څخه یې یوازې ۱.۴ میلیونه ثبت شوي دي. په دې هیواد کې ۱.۶ میلیونه نور افغان کډوال په غیر قانوني توګه اوسیږي.

انځورونه: له پاکستان څخه د ډیر شمیر افغان کډوالو ستنیدل

په وروستیو وختونو کې د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو خرابیدل د دې لامل شوي دي چې پاکستان پر افغان کډوالو فشار ډیر کړي.

انځورونه: له پاکستان څخه د ډیر شمیر افغان کډوالو ستنیدل

د افغانستان د کډوالو او بیا ستنیدونکو وزارت ویلي دي چې له اګست میاشتې له پیل راهیسې شاوخوا درې زره افغان کډوال له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

انځورونه: له پاکستان څخه د ډیر شمیر افغان کډوالو ستنیدل

دې وزارت ویلي دي چې د هغو کډوالو له ډلې چې تازه هیواد ته ستانه شوي دي یوازې ۴۵۰ تنه یې د مهاجرت کارتونه لري. د ملګري ملتونه یوازې هغو کډوالو ته نقدي مالي مرستې ورکوي چې د کډوالو کارت ولري.

انځورونه: له پاکستان څخه د ډیر شمیر افغان کډوالو ستنیدل

پاتې کډوال کارتونه نه لري په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته معرفي شوي چې مرستې تر لاسه کړي.

انځورونه: له پاکستان څخه د ډیر شمیر افغان کډوالو ستنیدل

پاکستاني پولیسو په وروستیو وختونو کې ډیر شمیر افغان کډوال په جبر له دې هیواد څخه اخراج کړي دي. پر دې سربیره یو شمیر نور کډوال بیا په پاکستان کې د وروستیو ترهګرو بریدونو په تړاو د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

انځورونه: له پاکستان څخه د ډیر شمیر افغان کډوالو ستنیدل

پاکستان تر اوسه پورې څو وارې د افغان کډوالو د ایستلو له پاره نیټه ټاکلې ده. افغان چارواکي دغه هیواد له کډوالو څخه پر سیاسي ګټه اخیستنې تورنوي.

زلمی خليلزاد او د جنوبي او مرکزي آسيا له پاره د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستياله اليس ويلز د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۲۹ نیټه) اسلام آباد ته تللي ول څو د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مستقيمو خبرو اترو د زمينې برابرولو له پاره د پاکستان مرسته ترلاسه کړي.

خليلزاد تر اوسه د طالبانو له استازو سره په قطر کې د خبرو اترو څو پړاونه ترسره کړي دي، خو طالبان له افغان حکومت سره له مستقميو خبرو ډډه کوي.

ياد پاکستاني چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل: «دا هغه څه دي چې دوی [امريکايان] یې زموږ څخه غواړي. يعني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقميمو خبرو اترو ته  لاره هوارول.»

په اسلام آباد کې د امريکا د سفارت له خوا د سه شنبې په ورځ د خلیلزاد د سفر په اړه په جاري کړل شوې اعلاميه کې د نوموړي له قوله ويل شوي چې د اسلام آباد خبرې اترې گټمني وې.

(B.S/N.Z(dpa

آیا په پاکستان کې ميشت افغان مهاجر ډاډه دي؟

په ځينو کمپونو کې ژوند سخت دی

شمع ګل له ۳۳ کلونو راهيسې په پاکستان کې ژوند کوي، خو په دغه کمپ کې يې د اوسيدو ۶ کاله کيږي. دغه سپين ږيری افغان مهاجر د کمپ له بد وضعيت څخه شکايت کوي او وايي کله چې باران شي هر ځاي د اوبو ډنډونه جوړيږي. تر پاخه سړک پوري ځان رسول، د دوي بله لويه ستونزه ده. دغه کمپ د پخو سړکونو څخه په ډيره لرې فاصله کې پروت دی.

آیا په پاکستان کې ميشت افغان مهاجر ډاډه دي؟

اساسي خدماتو ته لاسرسی نشته

ګلاب ګايي په کمپ کې د څښاک د پاکو اوبو له نه شتون څخه شکایت کوي. دی وايې تر دې بله لويه ستونزه يې د خامه لرو ده. هغه وايي که يو کس ناروغه کيږي، نو يوازې روغتون رسولو ته يې۱۰۰۰ تر۱۲۰۰ کلدارې مصرفيږي. دی وايي تر ډامبر سړک پورې ۳ کيلومتره واټن دی او که چيري باران وشي نو ناروغ څو ورځي په کور کې پروت وي.

آیا په پاکستان کې ميشت افغان مهاجر ډاډه دي؟

افغانستان ته بيرته ستنيدو له پاره شرايط مساعد نه دي

عبدالجبار له ۳۵ کلونو راهيسې په پاکستان کې ژوند کوي. هغه مخکې په «آي اليون فور» کمپ ژوند کاوه، خو له ۷ کلونو راهيسي په «آي - ۱۲» کمپ کې اوسيږي. عبدالجبار وايي چې په افغانستان کې حالات ښه نه دی له همدې وجې غواړې چې د خپلې ۱۲ کسيزي کورنۍ د راتلونکې له پاره په پاکستان کې يو بند وبس وکړي. هغه وايي چې اوس هم خپل معرفت د يو افغان په توګه کوي.

آیا په پاکستان کې ميشت افغان مهاجر ډاډه دي؟

«پاکستان زموږ سره ډير ښه کړي دي»

شيرخان ۷ کلن وو چې له افغانستانه پاکستان ته تللی وو. هغه اوس ۴۷ کلن دی. خان وايي چې پاکستان ورسره ډير ښه کړي دي. د هغه په وينا چې پلار ېې په پاکستان کې وفات شوی او خپله هم په دغه هيواد کې را لوی او اوس يې ماشومان هم زلميان شوي دي. شيرخان زياتوي چې هغه اوس ځان د يو افغان پاکستاني په حيث محسوسوي، نه د يو افغان په توگه.

آیا په پاکستان کې ميشت افغان مهاجر ډاډه دي؟

«زما شناخت کارت پاکستانی دی»

حميد خان له ۳۶ کلونو راهيسې په پاکستان کې ژوند کوي. هغه وايي که څه هم په افغانستان کې زيږيدلی، خو عمر يې تقريبا ټول په پاکستان کې تير کړی دی. د هغه په وينا له همدې امله دی په خپل پاکستاني معرفت باندي کوم اعتراض نه لري. حميد خان له پاکستانه ډير خوښ دی او وايي چې دغه هيواد ورته کلونه کلونه ځای ورکړی دی، ښه چلند او ډير څه يې ورسره کړي دي.

آیا په پاکستان کې ميشت افغان مهاجر ډاډه دي؟

د ځوانانو له پاره د امکاناتو کمښت

دغه ځوان ناصر خان نوميږي. ناصر خان هم په کمپ کې د امکاناتو له نه شتون څخه شکايت کوي. دی غواړي په پاکستان کې ژوند وکړي، خو په وينا يې چې د اوسيدو په سيمه کې ېې د ژوندانه امکانات ډير لږ دي. د هغه هيله دا ده چې په کمپ کې لږ تر لږه ساختماني کارونه او سړکونه ورغول شي، تر څو د اوسيدو شرايط پکښې لږ ښه شي.

آیا په پاکستان کې ميشت افغان مهاجر ډاډه دي؟

د ماشومانو له پاره هم امکانات نه شته

اوس په پاکستان کې نژدې ۱.۴ ميليونه افغان مهاجر ماشومان ژوند کوي. په دغې سيمې کې د ۷۰۰ کورنيو د ماشومانو له پاره يوازي يو ښوونځي شته چې د ټولو له پاره کافي نه دی. دلته د ماشومانو له پاره حتی د لوبو يو میدان هم نه شته. ماشومان خپلې لوبې او ساعتيری د خټو او خاورو په خوړونو او ډاګونو کې کوي.

آیا په پاکستان کې ميشت افغان مهاجر ډاډه دي؟

روغتيايي خدمات هم پر نشت حساب دي

که څه هم په دغه ځای کې درې کلينيکونه شته، چې له هغو څخه يو يې آلمان تمويلوي، خو تل پکښې داکتران نه وي. له همدې امله، په ځانګړې توګه په باراني او سوړ موسمونو کې د کمپ اوسيدونکي له سختو ستونزو سره مخامخ وي.

موږ تعقيب کړئ