1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د اټومي خولۍ ليږدونکی توغندی بريالۍ ازموينه مو کړې

۱۳۹۰ فروردین ۳۰, سه‌شنبه

د سې شنبې په ورځ د پاکستان پوځ ويلي چي دوئ د لنډ واټن ويشتونکی توغندی، چي د اټومي وسلو د ليږدولو توان هم لري بريالۍ آزموینه کړې.

https://p.dw.com/p/RIsz
:«دا توغندی ستراتيژيکو پروګرامونو ته د لا ودي ورکولو لپاره جوړ سوی.»
:«دا توغندی ستراتيژيکو پروګرامونو ته د لا ودي ورکولو لپاره جوړ سوی.»انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

د پاکستان پوځ په خپله يوه خبر پاڼه کي ويلي چي د «حطف ۹» توغندۍ « کولای سي په بريالۍ توگه تر ۴۰ کيلومتره واټن پوري اټومي وسلې هم له ځان سره و ليږدوي.»

خبرپاڼه زياتوي چي:«دا توغندی ستراتيژيکو پروګرامونو ته د لا ودي ورکولو لپاره جوړ سوی.»، او « دغه سيستم په بيړني حالت کي د خطر د مخ نيوی جوګه دی.»

هند او پاکستان په سهيلي آسيا کي سره رقيبان دي چي تر اوسه پوري يې د کشمير پر سر درې ځله جګړې هم کړي. د ۱۹۹۸ کال را په دېخوا کله چي دواړه هيوادونه د اټومي وسلو خاوندان سوي، په عادي توګه داسي تجربې کړي دي.

د پاکستان د وسلو جوړولو فابريکې پر خپلو د لنډ، منځني او ليري واټن ويشتونکو توغنديو باندي د اسلامي فاتحانو نومونه ايښي دي.

د ۱۹۹۸ م کال د می په مياشت کي پاکستان، هندوستان ته ورته اټومي تجربه کړې وه. په ۲۰۰۲ م کال کي دواړه ګاونډيان د کشمير پر سر اټومي جګړې ته ولاړ وو، خو په ۲۰۰۴ م کال کي بيا دواړو هيوادونو کرار کراره د سولي خبري اتري پيل کړې.

خو د ۲۰۰۸ م کال د نومبر په مياشت کي پر ممبی باندي تروريستي حملې دغه اړيکي يوار بيا وشليدي.

آژانسونه/ سید رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل