1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د باجوړ ځانمرگي بريد تر 40 څخه زيات انسانان ووژل

۱۳۸۹ دی ۴, شنبه

نن سهار د پاكستان په قبايلي سيمه باجوړ ايجنسۍ كې په داسې حال كې يوې ځوانې جهانې ښځې له ځان تر څلوېښت زيات كسان قرباني كړل او اويا تنه يې نور ټپيان كړل كله چي يې خپل ځان په بم باندي والوزاوه.

https://p.dw.com/p/Qk6P

چاودنه سهار مهال د باجوړ ايجنسۍ د خار په سول كالوني سيمه كي د ورلډفوډ پروگرام يا نړيوال خواركي پروګرام دفتر ته څېرمه په داسې حال كې رامنځ ته سوه كله چي د پاكستاني امنيتي ځواكونو لخوا له خلګو څخه تلاشي اخيستل كېده. دا هغه ځاى دى چي له سيمي څخه خلګ د راشن د اخيستلو له پاره راځي چي يوې ځوانې مېرمني چي عمر يې شپږويشت اټکل سوی دی لومړى په خلګو باندي لاسي بمونه ورغورځول او وروسته يې خپل ځان والوزاوه.

د باوجوړ ايجنسۍ د ملكي روغتون د ډاكټرانو په وينا چي وايي تر اوسه پوري د ماشومانو په ګډون د دوڅلوېښت تنو مړي او اويا تنه ټپيان دې روغتون ته راوړل سوي دي. په دې اړه له هغه ځايه ځايي خبريال رضوان الله د ټيليفون پر كرښه د المان ږغ راډيو ته وويل:

«يوې ښځي د لاسي ګرنېټو تر غورځولو وروسته خپل ځان والوزاوه كله چي موږ هسپتال ته ولاړو نو ډاكټرانو راته راته وويل چي دوڅلوېښت كسان مړه دي چې دې روغتون ته راوړل سوي دي او د ايا په شاوخوا كي نور ټپيان دي ، نن رخصتي وه او د ښځو ورځ هم نه ځكه خو زياته ګڼه ګوڼه نه ګني نور كله به دلته ډېر كسان راجمه كېدل».

بلې خواته د خيبرپښتونخوا ايالت د هنګو په ماروسي بانډه سيمه كې له چاودېدونكو توكيو څخه ډك موټر د پاكستاني امنيتي ځواكونو لخوا نيول سوى دى او ديادو ځواكونو له خوا د وسلوالو د پلټني په دوران كي له وسلوالو سره د يوې نښتې په وخت درې تنه وسلوال په ټپي حالت كي نيولي دي.

بايد وويل سي چي ننۍ چاودنه په داسيې حال كې كېږي چي يوې خواته د كرسمس ورځ ده او عيسويان د كرسمس ورځي لمانځي او بلې خواته د پاكستان د باني محمدعلي جناح د زوكړي د ورځي په هواله په دې هيواد كي عامه رخصتي هم ده.

حبيب تأثير / کوټه

کتونکی: احمدولي اڅکزی