1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بمي چاودنۍ له امله ۱۳ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15ZXI

د پاکستان په شمال لويدیځ سیمه کوهاټ کې نن د یوې بمې چاودنۍ له امله ۱۵ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. د فرانسې د خبري آژانس په حواله په یوه بس کې دغه بمي چاودنه تر سره سوې ده. په دغه پیښه کې ۱۳ تنه وژل سوي او دوه تنه ټپیان سوي دي. پولیسو زیاته کړې ده چې د قربانیانو په ډله کې دوې ښځي او دوه کوچنیان هم شامل دي. د اورکزۍ سیمه چی د افغانستان سره په سرحد کی پرته ده د ډېرو غرونو په درلودلو سره د القاعدې او طالبانو د پټېدو له پاره مناسب ځای ګڼل کیږي.