1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د بي بي سي رپورټ رد کړ

۱۳۹۰ آبان ۶, جمعه

د پاکستان حکومت د پنج شنبې په ورځ د بي بي سي هغه رپورت چې په کې ویل شوي وو چې د دغه هیواد پوځ او استحباراتي شبکه د طالبانو او القاعدې څخه ملاتړ کوي په کلکه رد کړ.

https://p.dw.com/p/130ZQ
پاکستان تل مدام طالبانو او القاعدې سره اړیکې رد کړي دي
پاکستان تل مدام طالبانو او القاعدې سره اړیکې رد کړي ديانځور: AP

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، رحمان ملک، چې اوس د انګلستان په سفر بوخت دی په دغه هیوا د کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې طالبان غواړي د دغه شان تورونو په لګولو سره د خپلو دښمنانو په منځ کې فاصله رامنځ ته کړي:

«مونږ په خپله قربانیان یو، د جګړې قربانیان. مونږ د ۳۵۰۰۰ څخه ډیر بې ګناه کسان له لاسه ورکړي دي چې په کې لوړ پوړي چارواکي، د پولیس افسران او سرتیري شامل دې. زه فکر کوم چې پر مونږ شک کول ډیر زړه ماتونکی دی. مونږ تل د جګړې په لومړې خط کې پاتې شوي یو.»

ملک همداراز وویل چې په پاکستان کې هم هر ورځ ځانمرګي بریدونه تر سره کیږي د هغه په وینا که یاغیان د پاکستان لخوا روزل کیدای نو پر پاکستان به یې بریدونه نه کول.

د افغانستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر هم د بی بی سي سره په یوې مرکې کې ویلي دي چې افغان حکومت په ۲۰۰۶ کال کې پرویز مشرف ته په پاکستان کې د اسامه بن لادن د پټنځای په اړه معلومات ورکړي ول. دغه افغان چارواکي زیاته کړې چې هغه وخت د افغانستان لخوا د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس د پاکستان حکومت هيڅ کوم اقدام تر سره نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د القاعدې مشر، اسامه بن لادن، د روان کال د مې په میاشتې کې د امریکایې ځواکونو لخوا په هماغې سیمې کې ووژل شو.

د بي بي سي لخوا خپور شوي وروستی رپورت د پاکستان پوځ هم غندلی دی. د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي چې خپور شوی رپورټ رښتینی نه دی.

په خپور شوی رپورپ کې د طالبانو یو قوماندان چې ملا قسیم نومیږي ویلي دي چې پاکستان افغان طالبانو ته د مهماتو او نورو ضروري شیانو په برابرولو کې د پام وړ رول درلود. خو بیا د پاکستان د پوځ ویاند د قسیم ریښتینتوب تر پوښتنې لاندې نیسي او وایې چې د پاکستان د استخباراتي شبکي مشر ویلي دي چې په دغه نوم له کوم طالب سره یې هیڅ کله هم تماس نه درلود.

متحده ایالات پر پاکستان شک لري چې د طالبانو څخه ملاتړ کوي او غواړې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال وروسته بر لاستوب ولري. د روان کال په سپتمبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت لوی درستیز، مایک مولن، د پاکستان پر استخباراتي شبکې تور ولګاوه چې د حقاني له شبکې څخه ملاتړ کوي.

د پاکستان حکومت بیا تل د مایک مولن دغه تور په کلکه رد کړی دی. د پاکستان د پوځ ویاند وایي چې که پاکستانۍ استخباراتي اداره د معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره ځیني کسان ګمارلي وي دا په دې معنی نه ده چې د حقاني له ډلې څخه ملاتړ کوي. دغه پاکستاني چارواکی زیاتوي چې د امریکا او انګلستان استخباراتي ادارې هم د حقاني له ډلې سره ارتباط لري، ځکه هغوی غواړي چې استخباراتي معلومات تر لاسه کړي.

پاکستان په رسمي ډول د ۲۰۰۱ کال څخه وړاندې د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ کاوه. دغه هیواد په نړۍ کې د هغو دریو هیوادونو څخه یو وو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژنده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض