1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بې پیلوټه الوتکې برید درې تنه وژلي دي

۱۳۹۱ آبان ۴, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/16WA7

د پاکستان د استخباراتي کړیو په حواله د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمه کې د چهارشنبه په ورځ د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د بمباریو په ترڅ کې درې تنه وژل سوي دي. د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه کارکوونکي چی د نوم د نه اخیستلو په شرط یې خبرې کولې د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې بې پیلوټه الوتکو په شمالي وزیرستان کې دوه راکټونه توغولي دي. امریکایي بې پیلوټه الوتکو په وار وار سره په شمالي وزیرستان کې بریدونه تر سره کړي. د پاکستان حکومت که څه هم دغه ډول بریدونه تل غندلي دي، خو د هغوی په مقابل کې یې تر اوسه پورې سخت دریځ نه دی نیولای.