1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د بې پیلوټه الوتکې برید ۴ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۱, شنبه
https://p.dw.com/p/161ui

د پاکستان امنیتي چارواکو خبر ورکړی دئ چې د دغه هیواد په قبایلي سیمه کې د یوه بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور تنه یاغیان وژل شوي دي. دغه برید د یاغیانو په یوه کور تر سره شوی دئ. زیاته شوې ده چې دغه پیښه د شمالي وزیرستان په دیگان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پاکستان د یوه امنیتي چارواکي په وینا امریکایي بې پیلوټه الوتکو په یوه کور باندې څلور توغندي توغولي دي چې په پایله کې ئې څلور تنه یاغیان وژل شوي دي. د نوموړي چارواکي په وینا د دغه برید د تر سره کیدو پر وخت څو بې پیلوټه الوتکو پر دغه سیمه پروازونه تر سره کول.

تیره ورځ په یوه بله پیښه کې د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز د پیښور په اطرافو متنو، کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې ۱۲ تنه وژل شوي او نور ۱۲ تنه ټپیان شوي دي. د ځایي پولیسو د مشر خورشید خان په وینا چاودیدونکي توکي په یوه پک اپ موټر کې ځای پر ځای کړې شوي وو او د یوه جومات تر څنگ دغه چاودنه رامنځ ته شوې ده. زیاته شوې ده چې په ټپیانو کې د دریو تنو حالت د اندیښنې وړ دئ.