1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د تاریخي پارلماني ټاکنو وروسته په څلور لاري کې

الطاف خان/ سید ریاض۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۲, یکشنبه

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې بریا تر لاسه کړه، خو د دغه تاریخي ټاکنو اصلي ګټونکی پاکستانی ولس دی، چې د طالبانو د بریدونو د ویرې سره سره یې خپلې رایې وکارولي.

https://p.dw.com/p/18WWX
انځور: Getty Images/AFP

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف د شنبې د ورځې په پارلماني ټاکنو کې د خپل ګوند مسلم لیګ د بریا اعلان وکړ. د پاکستان پیپلز ګوند (PPP) د حیرانتیا وړ ماتې او د عمران خان د تحریک انصاف ګوند (PTI) دویم مقام ته بریالیتوب چې انتظار یې کیده، د پاکستان په سیاست کې د څرګند بدولون ښکاروندي کوي.

په پاکستان کې د دموکراتیکې پروسې دوام چې په ترڅ کې د پارلمان ټاکلې موده پوره کیدل او د ټاکنو په پایله کې د نوي حکومت رامنځ ته شو، د پاکستان په تاریخ کې ستره لاس ته راوړنه ده، چیرې چې د دیرشو کلونو څخه زیات وخت پوځ په قدرت کې پاتې شوی دی او موقتي حکومتونو تل داسې ښودلې ده چې په واک کې پاتي شي.

د تبصرې لیکوال، د پاکستان د څانګې مشر الطاف خان
د تبصرې لیکوال، د پاکستان د څانګې مشر الطاف خانانځور: DW/M.Müller

مخ پر وړاندې لاره ناهمواره ده

خو دا مخ پر وړاندې د یوه ستونزمن سفر پیل دی. د ټولو وړاندوینو برخلاف، پاکستان د یوه ویشل شوي برخلیک سره نه دی مخامخ. د نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ (ن) په نوم ګوند د یوه حکومت د جوړولو له پاره اکثریت لري. دغه ګوند په ستر او بانفوذه ایالت (صوبه) پنجاب کې قدرت ته ورسید او نواز شریف ته یې یو ځل بیا پر پاکستان د واکمنۍ کولو اختیار ورکړ.

دا اټکلونه چې د پخواني واکمن ګوند پاکستان پیپلز پارټي ماتې به د عمران خان د ګوند په بریا تمامه شي، سم و نه ختل، او دا خبره یې په اثبات ورسوله چې په پنجاب کې اوس هم دودیز سیاست ادامه لري، چې په عنعنوي توګه مشري يې د خانانو په لاس کې پاتې شوې. خو په ټوله کې هر څه په دغو دریو ایالتونو کې ویشل شوي بریښي. ګوندونو ته په ایالتونو کې یوازې یوه برخه وکالت په ګوتو ورغلی دی. ځکه چې پنجاب پاکستان مسلم لیګ (ن) ته رایې ورکړه او د سندهـ ایالت د ولسمشر آصف علي زرداري پاکستان پیپلز ګوند، ته وفاداره پاتې شو.

د حيرانتيا وړ تر ټولو مهمه خبره البته، د تحريک انصاف ښه ځلېدل دي چې هم يې په خيبر پښتونخوا آيالت کې سېکولر عوامي نېشنل ګوند ته او هم يې د پيپلز پارټۍ ته ماتې ورکړې ده. د عمران خان تحريک انصاف د هزاره سيمه هم نيولې ده چې د پاکستان د مسلم ليګ (ن) ګوند اصلي سنګر دی. په بلوچستان کې کېدای شي د نواز شريف مسلم ليګ له بلوڅو ملتپالو سره اييتلاف جوړ کړي. سره له دې چې د بلوچستان په اړه وړاندوينه ستونزمنه ده، خو داسې ښېي چې په دغه نا آرامه آيالت کې به راتلونکی سياسي جوړښت په همدې ډول وي. دغه آيالت د بېلتون غوښتونکو اصلي سنګر هم دی.

اوضاع کړکېچنه ده

هر ګټونکی په اوس وخت کې خپله بريا لمانځي، خو داسې ښېي چې د ګبينې دغه ورځې به ډېر دوام ونه کړي.

شريف بايد په ملي او نړيواله سطح ډېر ژر لاسته راوړنې ولري. هغه په لويديځ کې يو ډېر عملي سياستوال بلل کيږي چې ويلي يې دي دی غواړي د امريکا د متحده آيالاتو له حکومت سره همکاري وکړي. خو دغه خبره په عمل کې ډېره سخته ده. له وسله والو اسلامي سازمانو سره د ده نرم چلند، که هغه طالبان وي يا لشکر جنګوي، د ده د برياليتوب يوه برخه ده. دی نه شي کولای چې د پنجاب د ښي اړخو برخو ملاتړ له لاسه ورکړي. د ده توجه پنجابي سياست ته ده چې له کبله يې دی نه په ملي او نه په نړيواله کچه پياوړی سياستوال بلل کيږي.

بلې خوا ته بايد دی ډېر ژر هغه ژمنې عملي کړي چې غوښتل يې د هېواد د انرژۍ بحران حل کړي. د ده ټاکنيز کمپاين تر ډېره بريده پر کورنيو چارو راټول وو. ده ژمنه کړې ده چې د پاکستان برخه ليک ته به په يوه شپه تغيير ورکړي. اوس چې ټاکنې پای ته رسېدلې دي، خلک غواړي چې بدلون وويني. د ده سملاسي چلند به په دې تلل کيږي چې دی څنګه په دې بريالی کيږي چې د پاکستانيانو ورځنۍ ستونزې حل کاندي.

سوداګري او کاروبار

د سوداګرۍ او کاروبار په ساحه کې، نواز شریف په مطمین ډول ښه انتخاب دی. په هندوستان کې د هغه سوداګریزي ګټې ښایي د دواړو اتومي ځواک لرونکو هیوادونو تر منځ د ترینګلتیا په راکمولو کې مرسته وکړي. او دا به په بدل کې د دواړو هیوادونو په افغاني سیاست باندې هم اغیز ولري او مونږ له دواړو لورو د دریځونو د نرمښت توقع لرلای شو.

په عین وخت کې ښایي د ایران سره د پاکستان د انرژۍ د اړیکو په برخه کې هم لوی بدلونونه رامنځ ته شي. ولسمشر زرداري له ایران سره د ګازو د نلکي په برخه کې همکاري وکړه، کومه چې په ښکاره توګه د متحده ایالاتو له مخالفت سره مخامخ شوه. خو اوس دا د علاقې وړ خبره ده چې ولیدل شي، آیا سعودي عربستان د سني مشر نواز شریف څخه په دې معامله کې ملاتړ کوي او که نه.

له طابانو سره خبرې اترې

د ټاکنو يوه ډېره اهمه پايله په خير پښتونخوا کې د عمران خان د «تحريک انصاف» ډېره پراخه بريا ده. د خان دغه «څونامي» په دغه صوبه کې ټول سيالان له منځه وړي دي. د عوامي نېشنل ګوند تجربه کاره سياستوال، غلام احمد بلور، په ډېر درانه ډول خپله ماته ومنله او ويې ويل: «خلک زموږ له چلند سره خوشحاله نه ول. موږ ورته ګټه ونه رسوله او رايه ورکوونکو بدلون ته رايه ورکړه. اوس بدلون راځي او زه ورته (تحريک انصاف ته) ښه بخت غواړم.»

د پاکستان پښتنو، بدلون او سولې ته رايه ورکړه. د خان د سولې ژمنه له طالبانو سره د خبرو اترو پر شرط او په يوې خپلواکې بهرنۍ تګلارې پورې تړلې ده، چې د امريکا متحده آيالات تر امر لاندې نه وي. په دې ترتيب دی ښي اړخه د جماعت اسلامي ګوند ته نژدې کيږي چې په دغه حساس آيالت يا صوبه کې بل ګټونکی هم دی. تحريک انصاف له جماعت اسلامي سره په آسانۍ په دغه مهمه ستراتيژيکه سيمه کې حکومت جوړولای شي. دغه سيمه له افغانستان سره ګډه پوله لري چې د ناټو ځواکونه له دغه هېواد څخه راوتلو ته چمتووالی نيسي.

د ليبرالو مفکورو ماته

په پای کې په پاکستان کې د لږکيو او بشري حقونو ارزښتناکه پوښتنه هم مطرح ده. دا چې د پاکستان پيپلز پارټي ماتې وخوړله، نو پاکستان اوس په ډېره کچه وهابي مشرتابه لري، چې په کلکه له طالبانو سره د جوړ جاړي ملاتړ کوي. پر لږکيو شيعه ګانو باندې د تېر حکومت د واکمنۍ پر مهال بريدونه تر سره شول بې له دې چې څوک سزا وويني. اوس داسې وېره موجوده ده چې دغه بهير به لا پسې ګړندی شي، که حکومت په اسلام آباد او آيالتونو کې د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره لازم تدابيز ونه نيسي.

پاکستان، د تل په څېر يوې څلور لارې ته رسېدلی دی. ټوله نړۍ له ډار او هيلو سره پاکستان ته ګوري، چې کېدای شي وېره او ډار پر هيلو غالبه هم وي. اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې نوی پاکستاني مشرتابه نړۍ ته ډاډ ورکړي چې وېرې ته اړتيا نشته. تر اوسه لا هيله شته چې د پاکستان په سياست کې مطرح شوي نوي لوبغاړي به د پخوانیو کسانو تر څنګ هم، دې ته جدي کار کوي چې د دوی هېواد او ټوله نړۍ د ژوند کولو لپاره يو خوندي چاپېريال وي.