1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ترمپ تر تویت وروسته، د امریکا سفیر احضار کړ

۱۳۹۶ دی ۱۲, سه‌شنبه

پاکستان د دوشنبې په ماښام ناوخته د دې هیواد په اړه د ولسمشر ترمپ تر تویت وروسته، په اسلام آباد کې د امریکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی دی. ترمپ د ۲۰۱۸ کال په لومړي تویت کې پر پاکستان سختې نیوکې کړي دي.

https://p.dw.com/p/2qCUw
USA Trump droht Pakistan via Trwitter mit Zahlungsstopp
انځور: Reuters/J. Ernst

په اسلام آباد کې د امریکا متحدو ایالاتو له سفیر دیوید هال، څخه غوښتل شوي ول چې د دوشنبې په ماښام ناوخته د بهرنیو چارو ادارې ته ولاړ شي. پاکستان د دې هیواد په اړه د ولسمشر ترمپ د وروستي تویت ځواب په غوسې سره ورکړی دی. ترمپ د جنوري مياشتي پر لومړۍ نیټه د امریکا متحدو ایالاتو پر وخت سهار په یوه تویت کې لیکلي ول: «امریکا متحدو ایالاتو په تیرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته په احمقانه ډول تر ۳۳ میلیارده ډالرو زياتي پیسې ورکړ دي او هغوی [پاکستانیانو] یې په بدل کې موږ ته له دروغو او چل پرته بل هیڅ هم نه دي راکړي. [پاکستان] زموږ رهبرانو ته د احمقانو خیال کړی دی.»

ترمپ پر خپله تویتر ټولنیزه پاڼه باندې په خپاره شوي لنډ پیغام کې زیاته کړې وه: «هغوی [پاکستانیان] هغو ترهګرو ته چې موږ یې په افغانستان کې له ډیري کمې مرستې سره په تعقیب کې یو، پټنځایونه برابروي. نور بس دی!»

په پاکستان کې د امریکا سفارت یوه چارواکي تائید کړې ده چې هالې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي. هغه زیاته کړې: «د غونډې د محتوا په اړه موږ کوم نظر نه لرو.»

د پاکستان د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د ولسمشر ترمپ تر تویت وروسته، په کلکه د هغه نیوکې ردې کړې او ټینګار یې وکړ چې اسلام آباد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د امریکا له پاره ډیر څه کړي دي. پاکستان ټینګار کړی دی چې دغه هیواد د القاعدې په له منځه وړلو کې د مرسته کولو په بدل کې یوازې بې اعتمادي لیدلې ده.

اسلام آباد تل ورباندي لګیدلي تورونه رد کړي دي او وایي چې د ترهګرې پر ضد مبارزه کې د خپل توان کارونه ترسره کوي. په امریکا متحدو ایالاتو کې د ۲۰۰۱م کال تر بریدونو وروسته، واشګټن او اسلام آباد یو ستراتیژیک تړون وکړ او په دې ترتیب سره پاکستان له ترهګري سره په مبارزه کې د امریکا د مرستې ژمنه وکړه.

خو امریکا تل پر پاکستان باندې تور لګوي چې دوه مخی سیاست پر مخ بیایي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې صادق نه دی. یوه موضوع چې په وروستیو وختونو کې نیوکې راپارولي دي، د پاکستان له خوا د حقاني شبکې پر ضد د اقداماتو نه کول دي. دغه ډله په افغانستان کې د افغان او امریکایي ځواکونو پرضد جنګیږي.