1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د ترهگرۍ په وړاندي د چين سره د لا مرستي ژمنه کړې

۱۳۹۰ مهر ۶, چهارشنبه

د ترهګرۍ په وړاندي د پاکستان د ښه ملګري امريکا سره د اړيکو په ترينګلتا سره، پاکستان د سې شنبې په ورځ د چين سره ژمنه کړې، چي د چين د جلا غوښتونکو مسلمانانو پر ضد جګړه کي به تر خپلي وروستي کچي مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/12iJ5
انځور: Edyta Pawlowska - Fotolia.com/DW

د چين د عامه امنيت وزير، مينګ جيان ژو، دا وخت د پاکستان په رسمي سفر بوخت دی. د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني د مينګ سره په اسلام آباد کي په خپله کتنه کي ويلي دي:

 

« موږ ريښتني ملګري يو. د چين دښمن زموږ دښمن دی، او د امنيت په برخه کي به موږ د چين سره پوره هکاري کوو.»

 

تر دې د مخه مينګ د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او د پاکستان د لوی درستيز، جنرال اشفاق کياني سره هم ليده کاته کړي دي.

 

دا پداسي حال کي ده چي پاکستان د امريکا د متحده ايالاتو له لوري تر سخت فشار لاندي دی، چي د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کي دي د حقاني شبکې پر ضد عمليات تر سره کړي.

 

خو پاکستان د امريکا دغي غوښتني ته د نه ځواب ويلی دی، او د امريکا دغه تورونه ردوي چي ګواکي دوی د حقاني شبکې سره کومه مرسته کړې وي.

 

د پاکستان د لومړي وزير د دفتر له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي ګيلاني، مينګ ته ويلي، موږ به له تاسو (چين) سره تر هغي اندازې مرسته وکړو، چي تاسو غواړی.

 

« د پاکستان او چين دوستي ترغرونو لوړه، تر بحرونو ژوره، تر فولادو کلکه او تر شاتو خوږه ده.»

 

د پاکستان پوځ ويلي دي، چي د مينګ سره خبري اتر په سيمه کي د راپيدا سوي سوق الجيشي وضعيت باندي راڅرخيدلي، او مينګ د تروريزم پر ضد جګړه کي، د پاکستان د پوځ رول ستايلی دی.

 

چين پر پاکستان تر ټولو د ډيرو وسلو پلورنکی هيواد دی. د ولسمشر زرداري د دفتر له لوري په خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي د مينګ په دغه سفر کي پاکستان او چين د ۲۵۰ ميليونو ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليک کړی.

 

اژانسونه/ سيدرياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل