1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د جګړو ډګر ګرځېدلی

۱۳۸۸ خرداد ۲۰, چهارشنبه

د Pearl Continental په نامه د پيښور د ښار په يو ډير لوکس هو ټل کي پرون د يوه بم د چاودني په پيښه کی د يوه وروستي خبر له مخي 11 کسه وژول شوي اولږ تر لږه 25 کسه نور چي يو آلماني تبعه هم پکی دي ټپيان شوی دي.

https://p.dw.com/p/I6fB
په پېښور کې د چاودنو له امله يوه ټپي محصله
په پېښور کې د چاودنو له امله يوه ټپي محصلهانځور: Abdul Sabooh

د پيښور ښار سوات ته نژدي ښار دی او داسي ګومان کيداي شی چی دپيښورد کانتيننتال په لوکس هوټل د يوه بم چاودني پيښه د سوات په سیمه کی د روانو جګړو سره تړاو ولري.

دوړي او يوه لويه کنډواله او د موټرو ټوټي، او لوکس هوټل ته نژدی ګډوډي او مونډی را مونډی. د هوټل يوه لویه برخه د دغې چاودني له امله رانړیدلی، شپه ده، له دغه هوټله څخه مړي او ټپۍ انسانان چي جسدونه يي د ډوړو سره ککړ دی، ايستل کیږی. د ځینو یو نری کميس په ځان دی او د ځینو په جامو کی د ملګرو ملتونو د ټولنی نښان لیدل کیږی. د امبولانس موټرونه په چټکي سره په واټونو کی زغلي.

دغه بم په داسي یوه وخت کی چاوديدلاي دی چی هلته د ملګرو ملتونو د کار کونکو يوه غونډه وه. د پيښور د کانتيننتال هوټل په دغه ښار کی یو ډير لوکس او نامتو هوټل بلل کیږی. او داسي هم ويل کیږی چی د دغه هوټل د امنیت د ساتلو لپاره هم زيات تدابير معمولا بايد نیول شوی واي. هم دغه په اصطلا پنځه ستوری هوټل په داسی يوه ځای کی پروت دی چی دامن سیمه بلل کیږی. دغه هوټل ته نژدی پوځۍ ودانۍ، د عدالت اداره، او نور حکومتي ادارې هم شته. يو پخوانی پاکستاني ډيپلومات اکبر احمد دغه هوټل ډير ښه پیژنی او وايی چی:

داچي به دغه هوټل باندي يو ګوزار شوي دی، د دي نښه بلل کیږی، چي دلته طالبان هر چیرته شته او کولاي شی په هر وخت کی عمل وکړی. او حکومت ته بايد دا خبره روښانه وی، چی نن ورځ پاکستان د جګړي د یوه ډګر بڼه نیولي.

کله چی د پیښور د انتر کانتيننتال په لوکس هوټل کي د چاودني او د ګوزار خبر خپور شو، نو د پاکستان لمړي وزير چی ډیر خپه او نیولی ښکاریده، د خباروالاو په وړاندی ښکاره کیږی.

لمړی وزير یوسف رضا ګيلانی دغه عمل به شدت سره غندی او وايي چی ترهګرو بيا به یوه ناولی عمل لاس پوری کړی اوبیا ګیلاني وايی چي:

د پوليسو د وینا له مخي يوه ډله چی کلشنیکوفونه ورسره و، د پيښور د انترکانتیننتال دهوټل په لور د امنیتي کرښو څخه تير شوی او بيا لږ تر لږه يو ځانمرګی پخپل موټر سره د دغه هوټل په محوطه کي ځان په الوزولی دی. پيښور د پاکستان د شمال لويدیځ سرحدی ولایت مرکز بلل کیږی. او له همدی ښاره څخه د پښتنو ټول قبايلی په اصطلا اداره کیږی. سوات هم په قبايلی سیمو کی هغه ښکلۍ دره ده چي د مي د میاشتی دپيل راهيسي پاکستانی پوځی ځواکونه دتند لارو طالبانو په ضد په پراخو پوځي عملیاتو پيل کړی چی لا تر اوسه هم دوام لری. او د دغه پوځي عملیاتو له امله د سوات او شاوخوا سیمو څخه لږ تر لږه دو نيم ملیونه انسانان دی ته اړ شوی چی د خپلو اصلی ټاټوبو څخه وتښتی. د پاکستان حکومت غواړی چی په راتلونکی کی خپل د پوځی عملیاتو سیمه د سوات او ملاکانده څخه د بنو او وزيرستان سیمو ته هم وغزوي.

ضياالحق فضلی
کتونکی: يحيي وردک