1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د حقاني شبکې پرضد هم عمليات کوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۶, جمعه

د پاکستان حکومت په لومړی وار ويلي دي چي په شمالي وزيرستان کي د روانو عملياتو په ترڅ کي به د حقاني شبکې پر ضد هم عمليات تر سره سي. امريکا په وارو وار له پاکستان څخه غوښتي ول چي د حقاني شبکې پر ضد عمليات پيل کړي.

https://p.dw.com/p/1CRJK
انځور: picture-alliance/AP

په شمالي وزيرستان کي د وسله والو ياغيانو پرضد د پاکستان پوځ له خوا په روانو عملياتو کي افغان حکومت اميدواري ښوولې ده چي گاونډی هيواد به يې په دغه سيمه کي د هغو ياغيانو پټنځايونه هم له منځه يوسي چي په افغانستان کي يرغلونه کوي.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم بجوه ويلي دي: «د پاکستاني او افغاني طالبانو ترمنځ توپير نسته. په پلان کي ده چي ټولي تروريستي ډلي نابودي سي.»

حقاني شبکه چي ويل کيږي د پاکستان په شمال لوېديځه غرنۍ سيمه کي اوسیږي په افغانستان کي پر نړيوالو ځواکونو باندي په بريدونو تورنه ده.

د امريکا متحده ايالاتو په شمول يو شمېر غربي هيوادونه د پاکستان حکومت په دې تورنوي چي په افغانستان کي د خپلي ستراتيژۍ د پرمخ بيولو له پاره له دغي شبکې څخه کار اخلي. خو اسلام آباد دغه تورونه هر وخت رد کړي دي.

که څه هم چي په شمالي وزيرستان کي د وسله والو ډلو پرضد د پاکستان پوځ د عملياتو هرکلی سوی دی، خو داسي اندېښنې موجودي دي چي گويا په دغو عملياتو کي هم پر هغو ډلو باندي بريدونه کيږي چي د پاکستان له حکومت سره جوړي نه دي.

د پاکستان د پوځ وياند په دې اړه وويل: «زموږ له پاره هيڅ ښه طالبان وجود نه لري.» هغه کوښښ وکړ چي هغه تورونه رد کړي چي گويا پاکستان د هغو طالبانو پر ضد عمليات نه کوي چي په افغانستان کي جنگيږي.

بجوه، وويل چي په شمالي وزيرستان کي پوځي عمليات د هغو ډلو پرضد دي چي له القاعدې سره تړاو لري، لکه د حقاني او نوري وسله والي ډلي. «دغه عملیات په پاکستان کي د تروريزم ختملو له پاره دي.»

«تروريزم گډ دښمن دی»

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان لوړپوړو چارواکو په اسلام آباد کي ملاقات کړي دي. دوی له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته له تروريزم سره د مبارزې په برخه کي يو له بله سره خبري کړي دي.

په دغه غونډه کي چي د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنگين دادفر سپنتا او د پاکستان لومړي وزير نواز شريف برخه لره تر ډيره ځايه د سرحدونو د کنترول په اړه خبري سوي دي، څو د ياغيانو د تگ راتگ مخه ونيوله سي. سپنتا د پاکستان له لوی درستيز راحل شريف سره هم خبري لرلې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلامه کي ويلي دي: «دواړه اړخونه پردې سره سلاسوي دي چي بې له فرقه به د تروريستانو پرضد په خپلو سيمو کي مبارزه کوي.»

دواړو خواوو په دغه ملاقات کي پر دې باندي ټينگار کړی دی چي تروريزم د دواړو هيوادونو «گډ دښمن» دی. د دواړو هيوادونو استازي د «يوې گډي کاري ډلي» په جوړولو سره سلا سوي دي چي دغه ډله به د بهرنيو چارو د وزارتونو له خوا رهبري کيږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب