1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د خپلو اټومي وسلو د نه خونديتوب تورونه رد کړل

۱۳۹۰ آبان ۱۵, یکشنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې امريکايي مجلې هغه راپور يو« افسانوي نکل» بللی، چي د يو نه نومول سوي امريکايي چارواکي په حواله يې ليکل ول، چي د پاکستان اټومي وسلې خوندي نه دي.

https://p.dw.com/p/135vI
په اسلام اباد کي د پاکستان د اټومي وسلو رسم گذشت
په اسلام اباد کي د پاکستان د اټومي وسلو رسم گذشتانځور: AP GraphicsBank

د دي اتلانتک مجلې، پاکستان د امريکا له پاره «د دوږغ څخه راغلی ملگری» بللی ؤ. د نوموړي مجلې په راپور کي د پاکستان د اټومي تأسيساتو خونديتوب تر پوښتني لاندي نيول سوی ؤ.

په دغه راپور کي په پاکستان کي د روان بغاوت او وسله والو ډلو پر ضد د هغه هیواد نه پرمختگ ته هم گوته نيول سوې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت اوس د يوې اعلاميې په خپره ولو سره، د امریکايي مجلې راپورونه «افسانوي نکلونه» بللي دي.

د مجلې ليکوالانو جېفري گولگبېرگ او مارک امبينډر پاکستان د توندلارو او وسله والو له پاره د اټومي موادو او وسلو د تر لاسه کولو د تلاښ يو « ښکاره ځای» بللی ؤ.

هغوی ليکلي، د پاکستان حکومت له يوې خوا کمزوره، او له بلې خوا يې په امنيتي اورگانونو کي توندلارو نفوذ کړی دی او د جهاد خواخوږي پکښي ډير سوي دي.

په راپور کي زياته سوې وه چي پاکستان له دې څخه په اندېښنه کي دی، چي داسي نه چي امریکا يې اټومي وسلې په نښه کړي.

د مجلې په راپور کي ويل سوي ول، چي پاکستان هڅه کوي خپلې اټومي وسلې خوندي ځايونو ته انتقال کړي.

خو مجله دا هم ليکي، چي امریکا د پاکستان د اټومي وسلو د خوندي کولو له پاره د هغه هيواد سره تر 100 مليونو ډالرو زياته مرسته کړې ده. د دې تر څنگ امريکا د ۲۰۰۱ ميلادي کال راهيسي د پاکستان سره شاوخوا ۲۰ مليارده ډالره نوري مرستي هم کړي دي.

د دي انتلانتک مجلې په راپور کي د يوه نه نومول سوي امريکايي چارواکي په حواله ليکل سوي، چي امريکا په سلهاوو داسي ځانگړي عسکر روزلي دي، چي که چيري د پاکستان حکومت د ړنگېدو امکان ډير سو، هغوی به وکولای سي د پاکستان اټومي وسلې يا خو ناکاره کړي او يا يې هم ونيسي.

د يادي مجلې راپور او د هغه په هکله د پاکستان غبرگون پداسي حال کي خپريږي، چي د پاکستان او امريکا تر منځ اعتبار د پخوا په پرتله ډېر خراب سوی دی.

د امريکا د متحده ايالاتو لوړ پوړو چارواکو په لومړي وار د پاکستان استخباراتي اداره آی اېس آی په دې تورنه کړې، چي د حقاني ډلي ملاتړ کوي.

خو پاکستان هر وخت دغه ډول تورونه رد کړي او وايي چي د ترهگرۍ پر ضد په جگړه کي يې ډيري قربانۍ ورکړي دي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل