1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان د روان کال تر پايه ټول افغان کډوال باسي»

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۴, دوشنبه

یوه پاکستاني چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې نزدې ۲.۶ میلیونه افغان کډوال يې تر فشار لاندي راوستي دي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. له بلي خوا نړیوال سازمانونه په افغانستان کې د دغو کډوالو د وضیعت په اړه اندیښنه لري.

https://p.dw.com/p/1Eg9a
انځور: Reuters/F. Aziz

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه تر هغه وروسته وشوه چې د تیر کال په دسمبر میاشت کې وسله والو کسانو د پیښور پر یوه ښوونځي باندي برید وکړ او ۱۳۶ زده کوونکي یې ووژل.

د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو له وزارت څخه یوه چارواکي ویلي دي چې اوس مهال په پاکستان کې ۱.۶ میلیونه ثبت شوي او یو میلیون ناثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي. هغه زیاته کړې ده چې ټول دغه کډوال باید د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR سره د یوه تړون له مخې د روان کال تر دسیمبر میاشتي پوري له پاکستان څخه ووځي.

دغه چارواکي د آلمان خبري آژانس ته د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي: «ثبت شوي کډوال باید د روان کال تر پایه پوري خپل هیواد ته ستانه شي. خو هغه کډوال چې ثبت نه دي دلته د پاتېدو هیڅ حق نه لري.»

د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو کمپونه موجود دي او پولیسو د پیښور تر برید وروسته ډیر دغه شان کمپونه لټولي او ورباندي یې بریدونه کړي دي. ویل کیږي چې یاغیان ډیر وخت د کډوالو له کمپونو څخه د پټنځایونو په توگه کار اخلي.

په اسلام آباد کې یو کډوال شفیق الله چې ثبت شوی هم دی وایي چې چارواکو ورته ويلي دي چې ژر تر ژره له پاکستان څخه ووځي: «تیره میاشت زه دولتي کسانو ونیولم. ما د کډوالو کارت لاره او پرې یې ښودم چې ولاړ شم خو را ته گواښ يې وکړ چې ژر تر ژره له پاکستان څخه بیرته افغانستان ته ستون شم.»

د بشري حقونو د څار سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې اندېښنه وښوده چې د تیر کال په وروستۍ میاشت کې پاکستان ډیر زیات افغان کډوال افغانستان ته استولي دي.

د دغه سازمان د اسیا د څانگې مرستیال فیلیم کاین، ویلي دي: «پاکستاني چارواکي باید په پیښور کې د طالبانو د برید له کبله افغانانو ته جزا ور نه کړي.» هغه زیاته کړې ده «دا غیر قانوني او غیر انساني عمل دی چې افغانان بیرته داسې ځایونو ته واستول شي چې ژوند یې په خطر کې وي او یا هم له تاوتریخوالي سره مخامخ شي.»

د بشري حقونو دغه سازمان ویلی دي چې د پاکستان حکومت مسئولیت لري چې د افغان کډوال ساتنه وکړي.