1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د سیلابونو په ډیرېدو سره مرستې ګړندۍ شوي

۱۳۹۰ شهریور ۲۳, چهارشنبه

د پاکستان په جنوب کې په سیلابونو کې د راګیر شویو کسانو د ژغورلو لپاره د پاکستان پوځ او ملکي مرسته کوونکي کسان خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي. د باکستان حکومت اعلان کړی چې دغو موسمي بارانونو ډیر شمیر خلک له کواښ سره مخامخ کړي

https://p.dw.com/p/12YzN
ارشیف انځور
ارشیف انځورانځور: UN Photo/Evan Schneider

په پاکستان کي د آفتونو پر ضد د مبارزې ملي ادارې ویلي چې د دغه درنو موسمي بارانونو له امله په تیرو دوو اونیو کې ۵،۳ میلیونه انسانان متاثر شوي او نور ۲۲۶ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، د چهارشنبې په ورځ د ټول ملت څخه غوښتي چې د دغه ناورین د ختمېدو لپاره دې په ګډه دعا وکړي.

د پاکستان پوځ وایې چې خپل ۱۰۰۰ تنه سرتیري یې د سندهـ ایالت په سیلاب ځپلو سیمو کې د مرستو لپاره په دندو ګمارلي او تر اوسه یې ۳۰ زره سیلاب ځپلي کسان د بیړنۍ مرستو کمپونو ته رسولي دي.

د پاکستان لمړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، د شنبي په ورځ د نړیوالې ټولني څخه په بیړنۍ توګه د مرستو ِغوښتنه کړې وه.

د دغو سختو بارانونو له امله د سندهـ ایالت، مرکز د کراچې ښار هم ته تاوان رسېدلی دی. د نوموړي ښار ځیني برخې شاو خوا د یو میتر اوبو لاندي شوي او زیاتره سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي.

د یادولو وړه ده چې تیر کال هم په پاکستان کې سیلابونو سخت تاوانونه اړولي ول چې په پایله کې یې ۱۸ ملیونه انسانان بې کوره شوي او نږدې ۲۰۰۰ تنو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ.

د بیړنیو مرستو نړیوالي ټولنې، آکسفام، په مرسته کوونکو هیوادونو غږ کړی چې خپلې مرستي ګړندۍ کړي، تر څو د هغو ښځو، ماشومانو او نارینو سره چې د دغه طبعي ناورین له امله اغېزمن شوي ورسره بیړنۍ مرستي وکړای شي.

د پاکستان لپاره د آکسفام مشر ویلي چې د هرې ورځي په تیرېدو سره ستونزي لا پسي ډیریږي. نړيواله ټولنه باید ډیر ژر خپل غبرګون وښیې تر څو د متاثره شوو ملیونونو انسانانو سره، چې مرستو ته اړتیا لري، په عاجله توګه ورسره مرستي وشي.

اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: مسعود جهش