1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د غني څرګندونې په خپلو کورنیو چارو کې مداخله بللې

۱۳۹۸ بهمن ۸, سه‌شنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د ولسمشر اشرف غني له لوري وروستي ټویټونه «د پاکستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده». اشرف غني د منظور پښتین په نیولو خواشيني ښوولې وه.

https://p.dw.com/p/3Wu1H
Pakistan Außenministerium in Islamabad
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/I. Sajid

د یکشنبې په شپه پاکستاني پولیسو د پیښور په تهکال سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، ونیو. د هغه پر ضد په ډیره اسماعیل خان کې د جنورۍ په ۱۸مه نېټه شکایت ثبت شوی دی چې پکې راغلي  هغه د پاکستان د اساسي قانون پر ضد څرګندونې کړي.

د منظور پښتین د نیول کیدو وروسته په خواله رسنیو کې غبرګونونه خپاره شول چې پکې د یو شمیر پاکستاني سیاستوالو او فعالانو سربیره د بخښنې د نړیوال سازمان او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري هم د پښتین د آزادیدو غوښتنه شوې وه.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ماښام په یوه اعلامیه کې د غني د څرګندونو په هکله اندیښنه ښوولې او ویلې یې دي چې د اشرف غني وروستي ټویټونه «په ښکاره ډول د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.«

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې «موږ پر دې باور یو چې دغه ډول څرګندونې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوت اړیکو د ښه والي په برخه کې کومه مرسته نه کوي.» په اعلامیه کې دا هیله هم څرګنده شوې چې پاکستان له افغانستان سره د داسې نزدې او ښو اړیکو غوښتونکی دی چې د کورنیو چارو د نه لاسوهنې د اصولو پر بنسټ ولاړې وي.

اشرف غني د فیسبوک په ټولنیزه شبکه کې په پښتو او په ټویټر کې په انګلیسي ژبه خپل پیغامونه خپاره کړي وو. اشرف غني په خپل پیغام کې ویلي وو چې «د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین او د هغه د ملګرو په نیولو او ځورولو خواشینی یم. زه په دې اړه د بخښنې د نړیوال سازمان د اعلامیې بشپړ ملاتړ کوم.«

د پښتون ژغورنې غورځنګ نن، سه شنبه په ټول پاکستان کې د احتجاجونو اعلان کړی دی. د دغه غورځنګ یوه مشر او د پاکستان په ولسي جرګه کې د وزیرستان د سیمي استازي محسن داوړ د خپل ټویټر په یوه پیغام کې لیکلې دي چې د سه شنبې په ورځ به په اسلام آباد کې د پریس کلب، مخې ته احتجاج وکړي.

پښتین په ۲۰۱۸ کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټ کیښود او له هغه وخت راهیسې یې د پاکستان په بیلابیلو برخو کې د پراخو مظاهرو او غونډو مشرې وکړه. په دې غونډو کې هغه د پاکستان پر پوځ باندې هم سختې نیوکې وکړې چې له کبله یې د پاکستاني او نړیوالو رسنیو د پام وړ وګرځيد.