1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د لنډ واټن بالستیک توغندی ازمویلی

۱۳۹۶ تیر ۱۵, پنجشنبه

پاکستان د لنډ واټن ویشتونکی توغندی ازمویلی دی. د پاکستان پوځ ویلي دي چې دغه توغندی اتومي سرگلولي هم انتقالولی شي. ویل شوي چې د توغندی ازمویلو پر وخت لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه هم حاضر وو.

https://p.dw.com/p/2g1s6
Pakistan testet atomwaffenfähige Raketen
انځور: picture alliance / dpa

اسوشیتد پرس خبري آژانس د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانگې یا آی اس پي آر، له قوله لیکلي دي چې د پاکستان پوځ چې کوم بالستیک توغندی ازمویلی دی له ځمکې څخه د ځمکې پر سر هدف ویشتی شي او په وینا یې د اتومي سرگلولو د انتقالولو وړتیا هم لري. توغندی د چهارشنبې په ورځ ازمویل شوی دی.

د پاکستان د پوځ په وینا د «نصر» په نوم دغه بالستیک توغندی تر۷۰ کیلومتره پورې هدف په بریالۍ توگه په نخښه کولای شي. ویل شوي دي چې د دغه توغندي یوه بله ځانگړنه دا ده چې ډیر په چټکۍ سره په هر ځای کې نصبیدلی شي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه
انځور: Getty Images/AFP/S. Mirza

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ په حواله د دغه ازموینې پر مهال د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه پخپله هم حاضر وو. هغه ویلي دي چې پاکستان د سیمې د سولې او ثبات د یقیني کولو له پاره تر ممکنه حده پورې تللی شي او پر دغې نوې ازموینې سربیره یې پر دې خبره ټینگار کړی دی چې جگړه کوم انتخاب نه دی.قاره یي بالستیک توغندي څه دي؟

د پاکستان لوی درستیز دا هم ویلي دي چې ستراتیژیکې وړتیاوې د ډیر پوځي او غلیمانه گاونډي پر وړاندې د سولې ضمانت کوي.

د نوموړي خبري آژانس په وینا دا د پاکستان د لوی درستیز له لوري خپل گاونډي هیواد هند ته روښانه اشاره وه. دغه دواړه هیوادونه په ۱۹۹۰مه لسیزه کې اتومي قدرتونه وگرځیدل او تر هغې دمخه د دواړو هیوادونو ترمنځ درې جگړې هم شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: