1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانیستلو پرضد د نورو مظاهرو اعلان

۱۳۹۱ تیر ۲۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15UYO

په پاکستان کې ښې اړخه سخت دریځه اسلامپالو ډلو اعلان کړی دئ چې دوی به د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانیستلو پر سر خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي. د دفاع پاکستان کونسل په نوم د اسلامپالو ډلو ائتلاف تیره ورځ د پاکستان د لاهور ښار څخه د اسلام آباد په لور یو احتجاجي لاریون تر سره کړ او نن ئې په اسلام آباد کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانیستلو پر ضد شعارونه ورکړل. د دغه ائیلاف مشر مولانا سمیع الحق نن اعلان وکړ چې د جولایې د میاشتې په ۱۴ او پنځلسمه نیټه به د کوټې څخه تر چمن پورې او په ۱۶ او ۱۷مه نیټه به د پیښور څخه تر طورخمه پورې احتجاجي لاریونونه تر سره کړي. دا هغه لارې دي چې د ناټو اکمالاتي کتارونه له همدغو لارو څخه افغانستان ته ورداخلیږي. حافظ محمد سعید پر چا چې په ۲۰۰۸م کال کې د ممبې د بمي بریدونو پړه اچول کیږي هم په دغه احتجاج کې برخه درلورده.