1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان د نورو طالبانو د آزادیدو په سر راضي شوی»

۱۳۹۱ آذر ۱۱, شنبه

پاکستان په دې موافقه کړې ده چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو اترو کې د سهولت د رامنځ ته کولو په موخه یو شمیر طالبان له بنده آزاد کړي. دا خبره په یوه گډه بیانیه کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/16u7J
انځور: AP

دغه گډه بیانیه تیره ورځ «جمعه د ۲۰۱۲م کال د نومبر د میاشتې دیرشمه» په اسلام آباد کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو زلمي رسول او حنا رباني کهر تر منځ د لیدو کتو وروسته خپره شوې ده.

که څه هم په بیانیه کې نه دي ویل شوي چې په کوم شمیر کې به بندیان له زندان څخه آزاد کړای شي خو داسې گمان کیږي چې په دغو کسانو کې به ملا عبدالغني برادر، شامل نه وي. ملا برادر په ۲۰۱۰م کال کې په پاکستان کې نیول شوی دی. د پاکستان یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس (AFP) ته ویلي دي چې د ملا برادر د آزادیدو په اړه «کوم تصمیم» نه دی نیول شوی.

د بهرنیو چارو د وزیرانو دغه گډه بیانیه کاږي چې دواړه خواوې په دې راضي شوي دي چې «د نورو طالبانو آزادول به په اړیکو کې سهولت رامنځ ته کړي او طالبان به دې ته اړ باسي چې له القاعدې سره خپلې اړیکي وشلوي.»

دا په روانه میاشت کې دویم لوړ پوړی افغان هیئت دی چې د سولې د پروسې په ترڅ کې د طالب بندیانو د آزادیدو په موخه پاکستان ته سفر کوي. دوه اونۍ وړاندې پاکستان ته د افغانستان د سولې د عالي شوری یوه پلاوي سفر کړی وو چې په پایله کې یې نهه تنه طالبان له زندان څخه آزاد کړای شوي وو.

د فرانسې خبري آژانس په خپل راپور کې لیکي چې افغان چارواکي په دې آند دي چې که چېرې په پاکستان نیول شوي مهم طالب مشران له زندان څخه آزاد کړای شي نو هغوی په دې کې مرسته کولای شي چې وسله وال د خبرو اترو میز ته کښینوي.

زلمي رسول تیره ورځ له حنا رباني کهر سره تر لیدنې وروسته وویل: «زه هیله مند یم چې مونږ به په خپل وخت باندې د سولې د پروسې د پرمختگ له پاره د نورو مشخصو گامونو پلي کولو ته ادامه ورکړو...هر هغه څوک چې د سولې د پروسې په پرمختگ کې مرسته کولای شي چې هغه آزاد کړای شي.»

طالبانو که څه هم د خپلو بندیانو د آزادیدو هر کلی کړی خو د افغان دولت سره یې د مخامخ خبرو اترو څخه ډډه کړې ده.

په دغه گډه بیانیه کې دا هم ویل شوي دي چې دواړه خواوو پر پوله د توغندي بریدونو پر موضوع هم خبر وکړې او پر دې یې موافقه وکړه چې د دغه ستونزي د حل له پاره یو قانوني میکانیزم جوړای کړي شي.

«د گاونډي هیوادونو له یو بل خلاصی نشته»

د افغانستان د چارو کارپوه او د پاکستان د سنا غړی افراسیاب خټک، په دې نظر دی چې افغانستان او پاکستان داسي گاونډي هیوادونه دي چې له یو بل نه یې خلاصی نشته. د هغه په وینا «له بده مرغه په تیرو وختونو کې داسې حوادث رامنځ ته شوي وو چې د یو بل پر ضد بد گمانۍ پیدا شوي او دې کار د دواړو هیوادونو اړیکي ترینگلي کړي وې.»

افراسیاب خټک له دویچه ویله سره په يوه ځانگړې مرکه کې وویل چې په تیرو دوو کلونو کې اوس په دغه اړیکو کې ښه والی راغلی دی او داسې ښکاري چې اوس دواړه هیوادونه له یو بل سره خبرو کولو ته اماده دي. هغه په خپلو خبرو کې پاکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر زلمي رسول، سفر مهم وباله او هیله یې څرگنده کړه چې دا به د دواړو هیوادونو تر منځ د ښې فضا په رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي.

سناتور افراسیاب خټک، په خپله دغه مرکه کې وویل: «د ضیاالحق په وخت کې چې په پاکستان کې د افغانستان په اړه کوم سیاست غوړه کړای شوی وو هغه ډیر منفي سیاست وو. دغه سیاست افغانستان، پاکستان او هم د دواړو هیوادونو اړیکو ته زیان اړولی دی.»

هغه وړاندې وویل، اوس په پاکستانې کې چې جمهوري دولت واک ته رسیدلی دی هڅه یې کړی ده چې پاکستان د دغه زړو سیاستونو نه راووځي، په افغانستان کې د «ژورتیا لټون» نه لاس واخلي او له افغانستان سره د ورولې اړیکې د برابرۍ او متقابل احترام په بنیاد ټینگي کړي. هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې مهم قدمونه اخیستل شوي دي چې د طالبانو له بند څخه آزادیدل هم یو له دغه قدمونو څخه دی.

AFPE، مرکه/ سید ریاض
کتونکی احمد ولي اڅکزی