1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د نړيوالو مرستو غوښتنه وکړه

۱۳۸۶ تیر ۱۱, دوشنبه

په پاکستان کې تر سختو اورښتونو، نيزونو او توپانونو وروسته نوموړي هېواد د نړيوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/DKDv
د نورو اورښتونو وړاندويېنه هم شوې ده
د نورو اورښتونو وړاندويېنه هم شوې دهانځور: DW
د اټکل له مخې يو مليون وگړيو د نيزونو له امله خپل کورونه د لاسه ورکړي دي په داسې حال کې چې د نورو اورښتونو وړاندويېنه هم شوې ده. د پاکستان په سويل لويديځ کې د چارواکو په وينا سل تنه وژل شوي دی، خو مرستندويې ټولنې په دې اند دي چې ښايي دغه شمېره به لا پسې لوړه وي. په پاکستان، هند او افغانستان کې د موسمي اورښتونو له کبله د اټکل له مخې پنځه سوه تنه وژل شوي دي. حکومت تر اوسه پورې له نيز ځپلو سره د مرستو په برخه کې پاتې راغلی دی.