1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د هند سرحد ته څیرمه مانورونه کوي

۱۳۹۵ آبان ۲۶, چهارشنبه

د اسلام آباد او نوي ډهلې تر منځ په وروستیو وختونو کې ترینگلتیا مخ پر ډیریدو ده. د پاکستان پوځ د چهارشنبې له ورځې راهیسې د پنجاب ایالت په لیرې پرته سیمه خیرپور تامي والي، کې پوځي مانورونه کوي.

https://p.dw.com/p/2SlTS
Pakistan Armeechef Raheel Sharif
انځور: ISPR

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف په پلان کې لري چې د نومبر پر ۱۶ نېټه له دغو پوځي تمرینونو لیدنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د اتومي وسلو لرونکو دغو دوو گاونډیو سیالانو تر منځ په وروستیو کې ترینگلتیا مخ پر ډیریدو ده.

د پاکستان یوه پوځي چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې اټکل کیږي چې جنگي جېټ الوتکې، ټانکونه او توپخانه به په دغو پوځي مانورونو کې استعمال شي. دغه پوځي مانورونه د پنجاب ایالت د بهاولپور ولسوالۍ د خیرپور تامي والي په سیمه کې تر سره کیږي چې د هند له پولې ۵۰ کیلومتره وړاندې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف، د دفتر یوه چارواکي ویلي دي چې اټکل کیږي لومړی وزیر به په غو مراسمو کې د مشر مېلمه په توگه برخه ولري. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې ښایي په دغو مراسمو کې د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د سمندري او هوایي ځواکونو مشران هم گډون وکړي.

دغه پوځي مانورونه دوې ورځې وروسته له هغې تر سره کیږي چې د پاکستان د پوځ د وینا له مخې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د لاین آف کنټرول یا د اوسنې پولې له بلې غاړې د هند له خوا د ډزو په پایله کې یې اووه عسکر وژل شوي دي.

تر دې دمخه د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کې په کشمیر کې ۱۹هندي عسکر ووژل شول، چې د دواړو هیوادونو ترینگلې اړیکې یې لا پسې خړې پړې کړې.

په رپوټ کې راغلي دي چې هند د دغه برید تور پر یوې تندلارې جهادي ډلې لگولی چې په شکمنه توگه په پاکستان کې فعالیت کوي، خو اسلام آباد بیا دغه تورونه رد کړل.

پاکستان د دوشنبې په ورځ د خپلو اوو عسکرو تر وژل کیدو وروسته هند ته د سرحدي شخړې د لمن له پراخیدو څخه خبرداری ورکړی او ویلي یې ول چې د دوو اتومي وسلو لرونکو هیوادونو تر منځ شخړه ښایي «نه بیانیدونکي عواقب» ولري.

په ۱۹۴۷م کال کې هند او پاکستان له بریتانيا څخه د خپلواکۍ تر اخیستلو وروسته درې ځله جگړه کړې ده.

نور مطالب: