1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پاکستان: د هند په ډزو کې په کشمیر کې درې ملکیان وژل شوي

۱۳۹۸ مهر ۲۴, چهارشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د هندوستان له خوا له پارونې پرته ډزو په پایله کې په کشمیر کې درې ملکیان وژل شوي دي. د پاکستاني چارواکو په حواله په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان دي.

https://p.dw.com/p/3RN2W
Indien Kaschmir-Konflikt l Stadt Srinagar
انځور: picture-alliance/Xinhua/J. Dar

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ یې یو هندي دیپلومات احضار کړی دی چې د سه شنبې ورځې د پیښې په اړه ورته خپله نارضایتي اعلان کړي.

پاکستان وایي چې هند په دې ورځ «اوربند تر پښو لاندې کړی» چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

پاکستاني چارواکي وایي چې د هندي ځواکونو د ډزو په ځواب کې د هغوی ځواکونو هم ډزې کړې دي، خو لا روښانه نه ده چې د دغو ډزو په پایله کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې او که نه.

لا تر اوسه پورې هندوستان د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.

کشمیر د پاکستان او هندوستان تر منځ ویشل شوي خو دواړه هیوادونه د دې سیمې د بشپړ مالکیت ادعا کوي. اسلام آباد او نوي ډهلي تر اوسه پورې د کشمیر پر سر یو له بل سره دوه جګړې هم کړې دي.

په وروستیو وختونو کې یو ځل بیا د هند او پاکستان اړیکې د کشمیر پر سر ترینګلې شوې دي، ځکه هند تر خپل کنترول لاندې کشمیر ځانګړی حالت له منځه یووړ او دغه سیمه یې د هندوستان د قاوانینو تابع کړه. پاکستان بیا د نوي ډهلي پر دې اقدام سختې نیوکې کړې دي.

ms/nz (ap)