پاکستان د ښځو له پار ځانگړې محکمې جوړوي
۱۳۹۸ خرداد ۳۰, پنجشنبهد پاکستان د سترې محکمې مشر آصف سعيد کهوسه، ويلي چې ځانگړې محکمې به قربانيانو ته د دې زمینه برابره کړي چې د پاکستان په څېر هیواد کې چې د کورني تاوتريخوالي په اړه خبرې کول ښه نه گڼل کيږي، پرته له ډاره خپلې کيسې بيان کړي.
په پاکستان کې هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په زرونه قضیې ثبتيږي چې په هغه کې د جنسي تيري څخه نېولې تر تيزاب پاشلو، جنسي ځورونې، يرغمل نيونې او په اصطلاح د ناموس په نوم قتلونه شامل دي.
آصف سعيد کهوسه چې د دولتي تلویزيون له لارې یې وينا کوله، وويل: «موږ به په ټول پاکستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د قضيو له پاره ۱۱۶ محکمې ولرو يعني لږ تر لږه په هره ضلع کې يوه دغه ډول محکمه. »
نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «د دې محکمو فضا به له نورو محکمو جلا وي څو شکايت کوونکې وکولی شي پرته له ويرې هلته خپله کيسه بيان کړي.»
د پاکستان د بشري حقونو کميسيون چې یوه خپلواکه څارونکي ډله ده، رپوټ ورکړی چې په ۲۰۱۸م کال کې د ښځو پر وړاندې د جنسي زور زياتي لږ تر لږه ۸۴۵ پېښې ثبت شوي دي.
پاکستان تېر کال د تامسن رويترز موسسې د نړيوالو کارپوهانو د يوې نظر پوښتنې په حواله د ښځو له پاره د نړۍ شپږم خطرناک هېواد بلل شوی وو. په ۲۰۱۷م کال کې په پنجاب ایالت کې د ښځو له پاره يوه ځانگړې محکمه په امتحاني توگه پرانيستل شوې وه. د بشري حقونو فعالانو د لاهور دغه محکمه يوه بريا بللې وه او د دې پروگرام د غځولو هرکلی یې کړی وو.
رومانه بشير چې د «سولې او پرمختگ موسسې» په نوم د يوه غېرې دولتي سازمان مشره ده، د «ساتنې د ډېرو ښو اقداماتو» څخه خبره وکړه. هغې زياته کړه: «يقيناً به ښځې ډېرې ډاډه شي او د جنسیت پر بنسټ زور زياتي په اړه د غږ پورته کولو ځواک به پيدا کړي. د دې پایله کې به د ښځو په برخه کې عدالت وشي.»
bs/sm (RTRE)