1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د کال تر پایه ټول افغان کډوال اخراجوي

۱۳۹۵ تیر ۱۱, جمعه

یوه پاکستاني چارواکي ویلي دي چې هیواد به يې د ۲۰۱۶م کال تر پایه پوري ټول شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته واستوي او په دې برخه کې به په خپل پلان کې بدلون را نه ولي.

https://p.dw.com/p/1JHRS
Pakistan - Slums in Islamabad sollen abgerissen werden
انځور: AFP

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ايالت د معلوماتو وزیر مشتاق غني، ویلي دي: «موږ نور نه شو کولای چې د هغوی کوربه ووسو.»

هغه د دغو کډوالو له کبله رامنځ ته شویو اقتصادي ستونزو ته په اشاره کولو سره وویل: «هغوی زموږ پر اقتصاد بار دي.»

که څه هم تر دې مخکې غوښتنه شوې وه چې پاکستان دغو کډوالو ته د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې په خپل هیواد کې وخت ورکړي، خو مشتاق روښانه کړې ده چې اوس پر يوه داسې میکانیزم باندي کار کیږي چې هغوی د ۲۰۱۶م کال تر پایه پورې افغانستان ته ولیږدوي.

پاکستان اوس هم د شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغان کډوال کوربه دی چې د افغانستان د کورنیو جګړو له کبله د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي.

تر دې مخکې پاکستان د روان کال د جون میاشتې ۳۰مه نیټه د دغو کډوالو د ایستلو له پاره ضرب الاجل ټاکلی وو، خو هغه یې بیا وروسته د شپږو میاشتو له پاره وغځوله.

د بشري حقونو د څار سازمان له پاکستان څخه وغوښتل چې افغان کډوالو ته د ۲۰۱۷م کال تر پایه پورې وخت ورکړي، څو هغوی د پولیسو له خوا له بد چلن سره مخامخ نه وي او د اجباري اخراج چانس یې هم کم شي. خو پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د خپلو خلکو د فقر او بیکاري په بیه نه شي کولای د افغان کډوالو کوربه توب ته دوام ورکړي.

د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو فدرال وزیر عبدالقادر بلوڅ، چې د کډوالو چاري هم سمبالوي، وویل چې افغانانو په پاکستان کې لږ تر لږه یو میلیون د کار ځایونه نیولي دي چې دا د هغه په خبره د توجیه وړ نه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب