1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پاکستان د گډودۍ پر لور روان دئ"

۱۳۹۱ فروردین ۵, شنبه

د پاکستان نامتو لیکوال او ژورنالیست احمد رشید، په خپل نوي کتاب کې خبرداری ورکړی دئ چې پاکستان د گډوډۍ او انارشۍ پر لور روان دئ.

https://p.dw.com/p/14Qx5
انځور: DW

هغه په خپل کتاب کې د پاکستان او امریکا د متحده ایالاتو د ترینگلو اړیکو د رغولو په اړه وړاندیزونه کړي دي. د رشید په کتاب کې همدا راز له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د پوځيانود وتلو د ستراتیژۍ او له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه هم وړاندیزونه شوي دي.

د رشید نوی کتاب «پاکستان د پاڼ پر سر: د امریکا، پاکستان او افغانستان راتلونکې» نومیږي چې تیره اونۍ په متحده ایالاتو کې خپور شوی دئ. د رشید په دغه کتاب کې د سیمې په اړه ټکان ورکوونکې څیړنې شوې دي.

لاهور میشته دغه پاکستاني ژورنالیست چې په لیکوالي کې د څو جایزو گټونکی هم دئ په خپل پنځم کتاب کې وایي چې د هغې څخه ویره لري چې پاکستان د یوه ناورین په درشل کې دئ. هغه د پاکستان دولت او هم د اوباما اداره پر دې تورنه کړې ده چې د بن لادن د وژنې په شمول ئې داسې څو پېښې رامنځ ته کړي دي چې د دواړو هیوادونو اړیکې ئې خړې پړې کړي دي.

احمد رشید په خپل کتاب کې وایي چې د پاکستان د ستونزو د ډیریدو اصلي لاملونه د متحده ایالاتو پر مرستو تکیه کول، پر پوځ او استخباراتو د حکومت د کنترول نه شتون، د اقلیتونو نه خوندیتوب او د پاکستاني طالبانو د نورو وسله والو ډلو تر کنترول لاندې سیمو کې د ثبات نه راوستل، دي.

هغه زیاتوي چې هر څومره چې په پاکستان کې وسله والې ډلې ډیر کنترول تر لاسه کوي، د امریکا له پاره ستونزې نورې هم ډیروي.

احمد رشید د خپل دغه کتاب د عنوان په اړه په یوه مرکه کې ویلي دي: «پاکستان د یوه ناکامه دولت له پاره ټول ظرفیتونه لري.»

دغه ۶۳ کلن لیکوال چې څو ځله په مرگ گواښل شوی دئ او د «فارن پالیسې» په نامه د مجلې له خوا د نړۍ پر ۱۰۰ متفکرو انسانانو کې شمیرل شوی دئ وایي: «زه ډیر داسې احساس کوم چې د دولت د کنترول او قدرت نه شتون به په دې مانا وي چې د هیواد په مختلفو برخو کې به گډوډي او انارشي لا هم پسې ډیره شي.»

له طالبانو سره معامله حیاتي بڼه لري

احمد رشید ادعا کوي چې د اوباما ادارې له خوا د افغانستان د سولې له بهیر څخه د پاکستان لیرې ساتل، د افغانستان د جگړې او له دغه هیواد څخه د امریکا د وتلو د ستراتیژي په اړه له پاکستان سره خبرې نه کول، د امریکا او هندوستان تر منځ د اقتصادي اړیکو پراخیدل هغه څه دي چې پر امریکا باندې ئې د پاکستان بدگماني لا پسې ډیره کړې ده.

د هغه په خبره پاکستان هم د امریکا د غوښتونو د عملي کولو له پاره لازمې هڅې نه کوي. رشید له امریکا او پاکستان څخه غوښتي دي چې خپلې اړیکې ښې کړي. هغه وایي: «پاکستان باید زیات چمتووالی ولري چې وښیي چې د کومو شرطونو سره حاضر دئ چې د طالبانو پټنځایونه له منځه یوسي. او له بل پلوه له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو د پلان په اړه باید له پاکستان سره خبرې وشي.»

د ناټو له لوري په یوه هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته د پاکستان او امریکا اړیکې تر اخري حده ترینگلې شوې.

تر دې پېښې وروسته پاکستان د ناټو اکمالاتي لاره وتړله، د متحده ایالاتو څخه ئې د بخښنې غوښتلو او د بې پیلوټه الوتکو د بمباریو د درولو غوښتنې وکړې.

احمد رشید وایي: «د دواړو اړخونو تر منځ ډیره بې باوري موجوده ده. اړیکي اوس هغه حالت ته نه راگرځي. په دې مانا چې پاکستان هغه وخت متحده ایالاتو ته اجازه ورکړې وه چې هر څه چې غواړي په پاکستان کې دې وکړي. وضعه یو ځل بیا هغه حالت ته نه راگرځي.»

د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو له پاره ډیرې اړینې دي. احمد رشید وایي چې پاکستان د اوږدې مودې راهیسې د طالبانو مشرانو ته پناه ورکړې ده او باید د امریکا او طالبانو تر منځ په مذاکراتو کې شریک کړای شي.

رشید زیاتوي: «په افغانستان کې سیاسي حل لارې ته په رسیدو کې تر ټولو اساسي مسئله د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته سوله ده. تاسو نه غواړئ چې افغانستان د کورنۍ جگړې په حالت کې پریږدی.»

طالبان او امریکا د یو څه مودي راهیسي په قطر کې د سولې په خبرو اترو بوخت دي. خو په افغانستان کې د قرآن شریف په گډون د یو شمیر دیني کتابونو سوځیدل او د یوه امریکایي سرتیري له خوا د ۱۶ ملکي وکړو وژل هغه څه دي چې په وروستیو کې ئې د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

احمد رشید پخپل کتاب کې ویلي دي چې اوباما د دې له ډاره چې په ټاکنو کې رایې له لاسه ور نه کړي د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې نه کوي. هغه ویلي دي چې د امریکا په ټاکنو کې و ولسمشرۍ له پاره بل کاندید هم د افغانستان د سولې په اړه یو واضیح پروگرام نه لري. رشید ویلي دي چې امریکایي مشران نه پوهیږي چې څه وکړي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش