1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د 11/9 د قربانیانو څخه یادونه وکړه

۱۳۹۰ شهریور ۲۰, یکشنبه

د نړۍ د ډیر شمیر هیوادونو په سیر نن «یکشنبه» د پاکستان حکومت هم په رسمي توګه د 11/9 د پیښو د قربیانیان څخه په درناوۍ یادونه وکړه. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې رسمې خبر پاڼې کې له دغې پیښې څخه یادونه کړې

https://p.dw.com/p/12Wtb
د نړۍ تجارتې مرکز د 11/9 د بریدونو وروسته
د نړۍ تجارتې مرکز د 11/9 د بریدونو وروستهانځور: AP

د 11/9 د بریدونو اصلې طراح، اسامه بن لادن، د روان کال د مې په میاشتې کې د پاکستان په زړه کې ووژل شو چیرته چې هغه د څو کلونو لپاره اوسیده، خو پاکستان وایې چې دغه هیواد په خپله د تروریزم قرباني ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلې چې دغه هیواد د متحده ایالاتو سره د د دغې پیښې په لمانځلو کې ځان شریک بولي.

«پاکستان د متحده ایالاتو او نورې نړۍ سره یو ځای د 11/9 د برید د قربانیانو او په نړۍ کې د تروریزم د نورو ترهګري د پیښو د قربانیان خاطره په درانوی یادوي.»

د 11/9 پیښو پاکستان هم یوه نوي پړاو ته ورداخل کړ. دغه هیواد افغانستان کې د طالبانو پر ضد جګړې کې د متحده  ایالاتو ملګرتیا وکړه چې دغې موضوع پاکستان هم له بریدونو په امان کې پاتې نه کړ.

پاکستانې چارواکي وایې چې په تیرو لسو کلونو کې څه نا څه 35000 پاکستانیان په دغه هیواد کې د جګړي قربانیان شوي دي.

په هغې بیانیې کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا خپره شوي راغلي دي چې پاکستان د داسې یوه هیواد په توګه چې وار وار د تروریزم قرباني شوی یو ځل بیا په دې خبري ټینګار کوي چې په نړۍ کې به د تروریزم د له منځه وړلو د هڅو سره همکارۍ کوي.

پاکستان د 11/9 د بریدونو څخه وروسته طالبانو څخه خپل ملاتړ ته د پای تکی کیښود او د تروریزم په وړاندی جګړي کې د متحده ایالاتو تر ټولو لوی متحد پاتی شو خو د دواړو هیوادونو اړیکي ډیر ځیلي ترنګلی پاتې شوي دي.

متحده ایالاتو د پاکستان قبایلي سیمو ته په نړۍ کې د القاعدې او طالبانو د سرمشرۍ لقب ورکړی. دا هغه سیمه ده چې په افغانستان او پاکستان کې ورڅخه پر امریکاېې او نورو ځواکونو بریدونه تر سره کیږي.

وروسته له هغې چې په 2001 کال کې امریکایې ځواکونو او نړیوالو ملګرو یې په افغانستان کې د طالبانو رژیم ته ماتې ورکړه، د دغه رژیم بقایاوې پاکستان ته واوښتلې چې د پاکستان پوځ وایې هغوې سره یې په جګړې کې څه نا څه 3000 سرتیري له لاسه ورکړي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم