1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: طالبانو سره په نښتو کې ۲۱ تنه وژل شوي

۱۳۹۰ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکي وایي چې د سې شنبي په ورځ د پاکستان په قبایلي سیمه کې وسله والو طالبانو د ملیشو په یوه پوسته برید کړی چې په پایله کې یې یو سرتیرې وژل شوي او په ځوابي برید کې ۲۰ تنه اورپکي وژل شوي

https://p.dw.com/p/12cfu
ارشیف انځور
ارشیف انځورانځور: Department of Defense by Spc. Tia P. Sokimson, U.S

دغه چارواکي ویلي چې د اورپکو له خوا تر برید وروسته پنځه سرتیري او او پنځه تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي. دغه برید په اورکزې ایجنسې کې د ملیشو پر یو پوسته شوی.

یو پوځي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:

« تر سبا کیدو د مخه په دغه نښته کې ۲۰ تنه اورپکې وژل شوي دي.» هغه زیاتوي چې د څرخي الوتکو له لوري تر پلټلو وروسته د دغه اورپکو جسدونه موندل شوي دي.

د افغانستان پولي ته څیرمه دغه قبایلي سیمي ته د مرستندویه ټولنو غړو او د خبریالانو د نه لاس رسي له امله د آزادو سرچینو څخه د مړو دغه شمیر نه دی تاید شوی.

ځایي امنیتي چارواکي، احسان الله خان، د فرانسي خبري اژانس ته ویلي چې شاوخوا ۱۰۰ تنو طالب پلویانو پر دغه پوسته برید کړی. هغه وایي:

« هغوي پر دغه پوسته باندې هجوم راوړی، یو تن سرتیری یې وژلی او پنځه نور تنه یې ټپیان کړي.» هغه زیاتوې چې پوستې ته نږدي پر یو کور هم مرمې لګیدلې چې پنځه تنه ملکي کسان یې هم ټپیان کړي دي. د هغه په وینا تر سهار وختي پورې جګړه روانه وه.

شاوخوا دوه کاله وړاندي د پاکستان پوځ له لوري په اورکزې ایجنسې کې د طالب اورپکو پر ضد عملیات تر سره شوي وو. دوه کاله وړاندې دغه سیمه د پاکستاني طالبانو د مرکز په نامه یادیده، او ویل کیدل چې په پاکستان کې زیاتره ځانمرګي برید ګر له همدغې سیمي خوریږي او ځانمرګي بریدونه تر سره کوي.

د پاکستاني طالبانو اوسنی مشر تر دې د مخه په اورکزې ایجنسې کې د طالبانو د یو قوماندان په توګه یادیده.

د امریکا متحده ایالاتو هم د پاکستان څخه په وار وار غوښتي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د طالب اورپکو د ځپلو لپاره عملیات تر سره کړي، په خاصه توګه په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکه چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرې د ناټو او افغان ځواکونو باندي پر بریدونه تورنه ده.

امريکا د بهرنيو چارو وزيري د يکشنبي په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيري سره په درې نيم ساعته خبرو کي يوازې پر دې خبري ټينګار کړی ؤ، چي پاکستان دي د حقاني شبکې پر ضد عمليات پيل کړي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اچکزی