1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان غواړي چې ټول افغان طالب بندیان آزاد کړي

۱۳۹۱ دی ۳۰, شنبه
https://p.dw.com/p/17NPu

پاکستاني چارواکو ویلي دي، په پلان کې لري هغه افغان طالبان چې لا اوس هم د دوی په زندانونو کې بندیان دي له بنده آزاد کړي. ویل کیږي چې تر اوسه د سولې له پروسې څخه دا د پاکستان تر ټولو څرگند ملاتړ بلل کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سیکرتر جلیل جیلاني، د جمعې په ورځ په ابو ظبې کې یوې خبرې غونډې ته وویل: «د باقي پاتې زندانیانو په اړه همغږي روانه ده، او هغوی به بیا وروسته له بنده آزاد کړای شي.» د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په دغو کسانو کې به ملا برادر هم شامل وي، جیلاني وویل: «هدف دا دی چې ټول آزاد کړل شي.»

ښاغلي جیلاني دغه خبرې په ابوظبي کې د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو د ځانگړي سرپرست استازي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین جاوید لودین سره تر لیدلو کتلو وروسته کړي دي.