1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: غير راجستر شوو افغان کډوالو ته کمېټه جوړه شوه

شکور رحيم۱۳۹۳ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

په پاکستان کې مېشت د غیر راجستر شوو افغان کډوالو د راجستر کیدو له پاره، افغان او پاکستاني چارواکي د یوې گډي کمېټې پر جوړولو سره سلا شوي دي. د دغي ستونزي د حلولو په موخه یوه افغان پلاوي پاکستان ته سفر کړی دی.

https://p.dw.com/p/1EoEU
انځور: Reuters/F. Aziz

د یوې گډي کمېټې د جوړولو پریکړه د کډوالو د چارو افغان وزیر سید حسین عالمي بلخي په مشرۍ پاکستان ته د تللی هئیت سره په پیښور کې شوې ده. دغه پریکړه د پیښور په «گورنر هاوس» کې د خیبر پښتونخوا ایالت د والي سردار مهتاب احمد خان سره په یوه ملاقات کې شوې ده.

د دوشنبې په ورځ د غونډي تر ختمیدو وروسته په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې په دغه غونډه کې د خیبر پښتونخوا ایالت پر والي سربیره، د پاکستان د سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوچ، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک، لويو حکومتي چارواکو او افغان هیئت حضور لاره.

په کمېټه کې به د نادرا، افغان کمېشنرۍ، د پاکستان د مرکزي حکومت او د افغانستان د کډوالو چاري ادارې چارواکي گډون ولري.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر په داسې یوه وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې د پاکستان حکومت د تیر کال په دسمبر میاشت کې په پیښور کې پر یوه ښوونځي باندې تر یوه ترهگر يرغل وروسته د افغان کډوالو د نیولو او په جبري توگه بیرته افغانستان ته د استولو لړۍ پېل کړې ده.

د اټکلونو له مخې په تیرو درو میاشتو کې په زرونو افغان کډوال له پاکستان څخه بیرته خپل هیواد ته استول شوي دي.

له اسلام آباد څخه د دویچه خبریال په خپل راپور کې لیکلي دي چې د پاکستان د سرحدي چارو یوه چارواکي له دویچه ویله سره په خبرو کې د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي دي چې د افغان پلاوي هڅه دا ده چې له پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو موده وغځوي.

خو د دغه چارواکي په وینا پاکستان چې له تیرو دیرشو کلونو راهيسي د تر یو نیم میلیون د زیاتو راجستر شوو او په همدې شمیر د غیر راجستر شوو کډوالو کوربه دی، ښایي دغه موده و نه غځوي.

پاکستان له تیرو څو کلونو راهیسې د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) او د افغان حکومت په غوښتنه په خپله خوښه افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو موده غځوي. خو دا وار پاکستان اراده نه لري چې د ۲۰۱۵م کال د دسمبر میاشتې تر ۳۱ وروسته هم دغه نېټه وغځوي.

په پاکستان کې د UNHCR د یوه ویاند قیصر آفریدي په وینا «د خپلي خوښي پروگرام له مخې له ۲۰۰۲م کال راهیسې تر اوسه پورې ۳،۸ میلیونه افغانان بیرته افغانستان ته تللي دي او په پاکستان کې ۱،۵ میلیونه راجستر شوي کډوال موجود دي.»

د افغانستان د چارو کارپوه خبریال طاهر خان وایي چې د پیښور تر پیښي وروسته چې د افغان کډوالو د بیرته لیږلو له پاره کوم غږ پورته شوی وو، څرک يې اوس په حکومتي پالیسۍ کې هم تر ښکاري. هغه ويلي دي: «په یو مخيزه توگه د افغان کډوالو د بیرته لیږلو بهیر په هکله افغان چارواکي هم خپل ملحوظات لري او له دې کبله پر دې موضوع باندي د خبرو کولو له پاره پاکستان ته راغلي دي. د هغوی هڅه به دا وي چې نور وخت وغواړي او د معلوماتو له مخې هغوی د کډوالو د بیرته ستنیدو له پاره د یوه هر اړخیز پروگرام خبره کوي. خو دا په پاکستاني چارواکو پورې اړه لري چې څه ځواب ورکوي.»

په دې ترڅ کې د افغانستان پلاوي د سه شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د امنیتي او بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره هم لیدلي دي. دغه لیدنه کتنه د چهارشنبې په ورځ په پلازمینه اسلام آباد کې د درې اړخیزه کمېسیون تر غونډي د مخه شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په دغه ملاقات کې په داوطلبانه توگه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو او په افغانستان کې د پایدراه سولې د موضوعاتو په هکله خبري اتري شوي دي.

په بیانیه کې ویل شوي دي چې سرتاج عزیز د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو له پاره د یوه هر اړخیز پروگرام د چمتووالي په هکله ډاډ څرگند کړی دی.

په دغه بیانه کې د افغانستان د کډوالو چارو د وزیر له قوله ویل شوي دي چې افغانستان ته د کډوالو بیرته راستنیدل د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

ويل شوي دي چې افغان وزیر له درو لسیزو راهيسي د افغان کډوالو د منلو له کبله له پاکستان څخه مننه وکړه. حسین عالمي بلخي په خپلو څرگندونو کې ویلي دي چې د کډوالو د بیرته آبادیدو له پاره ډیر گامونه اخیستل کیږي چې په هغې کې د بیرته ستنیدونکو کډوالو له پاره د ښارگوټو او یو شمیر نورو آسانتیاو برابرول هم شامل دي.