1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ـ د ماشومي زينب په قتل تورن کس ته سزا واورل سوه

۱۳۹۶ بهمن ۲۸, شنبه

د پاکستان «انسداد دهشتګردي» يوې محکمې عمران نومي کس ته څلور ځله د اعدام سزا واوروله. پر دغه کس تور دی چي د ۶ کلنې زېنب تر څنګ يې پر نورو وړو نجونو تېری کړی او وژلي یې دي.

https://p.dw.com/p/2sqqS
Protest in Karachi nach der Ermordung der siebenjährigen Zainab
انځور: Faria Sahar

د پاکستان د جنګ اخبار د خبر له مخي په پاکستان کي د «انسداد دهشتګردي» په نوم ځانګړې محکمې عمران ته ۴ ځله د اعدام سزا اورولې ده. د دغې محکمې قاضي سجاد احمد و تورن کس ته د نقدي جريمې او د څو کالو قيد سزا هم اورولې ده.

څارنوال احتشام قادر ويلي چي پر عمران تور ثابت سوی چي پر ۶ کلنې زينب يې جنسي تېری کړی ؤ. د دغه عمل له پاره هغه ته د عمر قيد سزا او د يو مليون کالدارو نقدي جريمې سزا اورول سوې. د دغې ماشومي د وژني په تور عمران د اعدام په سزا محکوم سوی دی. د زينب د وژني وروسته د هغې مړی پر ډيران د غورځولو له کبله نوموړي ته د ۷ کالو قيد او د يو مليون نورو کالدارو نقدي جریمې سزا اورول سوې.

څارنوال ويلي چي تورن کس  ۱۵ ورځې وخت لري چي د اعدام د سزا پر ضد د استعناف غوښتنه وکړي. نوموړی د پاکستان له ولسمشر څخه د معافۍ غوښتنه هم کولای سي.

د زينب پلار امين انصاري د هغه د لور په قتل او جنسي تېري تورن کس ته د سزا اورېدلو وروسته ډاډ څرګند کړی دی. د زينب مور البته غوښتنه کړې چي عمران دي پر هغه ځای په عامه محضر کي اعدام کړل سي، له کوم ځای څخه چي هغه زينب تښتولې وه.

د تورن کس عمران نيول د هغه وروسته ممکنه سول، کله چي پوليسو د زينب په ګاونډ کي د ۱۱۵۰ کسانو ډي اين اې معاينې وکړې. وروسته څرګنده سوه چي هغه نخښي نښانې او ډي اېن اې چي د زينب له جسد څخه موندل سوي هغه د عمران د ډي اين اې سره سمون خوري. د چارواکو په وينا د عمران له ډي اېن اې څخه دا هم څرګنده سوې وه عمران پر ۷ نورو ماشومو نجونو هم تېری کړی چي ورڅخه صرف دوې يې ژوندۍ پاتي دي او نوري ټولي قتل سوي وې. دغه نوري ماشومي نجونې هم په قصور نومي سيمه کي تښتول سوي او ورباندي جنسي تېری سوی ؤ. تورن کس هم په محکمه کي خپل په جرم اعتراف کړی ؤ چي له کبله يې وکيل هم د هغه له دفاع څخه لاس پر سر سو.

۶ کلنه زينب د روان مېلادي کال د جنورۍ په ۴مه نېټه د پاکستان د پنجاب له قصور سيمي څخه تښتول سوې وه او د جنورۍ مياشتي په ۹مه يې مړی د خپل کور سره نژدې پر يو ډيران موندل سوی ؤ. د دغي ماشومي د مړي د طبي معاينې وروسته څرګنده سوې وه چي پر هغې جنسي تېری سوی او بيا قتل سوې ده.

د دغې پيښي وروسته په قصور او د پاکستان په نورو سيمو کي مظاهرې او احتجاجونه رامنځ ته سوي ول چي په نتيجه کي يې دوه انسانان ووژل سول. د دغو پيښو وروسته د زينب دوسيه په اصطلاح په های پروفايل يا زښته حساسه دوسيه بدله سوې وه او د پاکستان د سترې محکمې له خوا يې د پلټنو حکم سوی ؤ.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ: