1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان لا تراوسه طالبانو سره پوځي او مالی مرستی کوي

۱۳۸۹ خرداد ۲۳, یکشنبه

دا خبره د بريتانيا د يو څيړنيز مرکز په يوه تحقيقاتي رپوټ کي بربڼد شوي ده. د نوموړي د رپوټ يو ليکوال، Matt Waldman وويل چي ISI پر طالبانو ټينګ نفوذ لري.

https://p.dw.com/p/NplT
د پاکستان پوځي مشری
د پاکستان پوځي مشریانځور: Abdul Sabooh

د London School Econnomics په نامه يوه څيړنيز انستيتوت په رپوټ کي ويل کيږي ، چي د پاکستان استخباراتي اداري ISI، نه يواځي له طالبانو سره له نژدي اړيکي لري بلکه له هغو څخه ملاتړ کوي او هغو ته په جګړه کي هر ډول امکانات برابروي.

د هغه انستيتوت په رپوټ کي يادونه شوي چي د طالبانوتګلاره دپاکستان د استخبارتي څانګي له خوا ټاکل کيږي .

د نوموړي انستيتوت د رپوټ يو ليکوال، Matt Waldman نن د بريتانيي نشراتي مؤسسي ته په يوه مرکه کي وويل چي ISI پر طالبانو ټينګ نفوذ لري.

« زه فکر کوم چي د دغه ملاتړ ساحه ډير پراخه ده ، هغه يواځي مقطعي مرستو پوري محدوده نه ده. له طالبانو څخه د ISI ملاتړ د يوي ډيري مهمي سطحي څخه برخه من دي، حتي مونږ ويلاي شو چي دا د هغي اداري رسمي پاليسي ده. »

د London School Econnomics د نوموړي څيړنيز رپوټ ليکوال چي د هاروارد د پوهنتون استاد دي، وايي: د پاکستان استخباراتي اداره هم له عملياتي او هم له ستراتيژيکي لحاظه د طالبانو د مشرانو تر شا ولاړه ده او د هغوي کنترول په خپل لاس کي لري.

بريتانوي څيړونکي موسسي دغه معلومات د هغو مرکو به بنياد راټول کړي چي دوي په افغانستان کي د فبروري او د مي مياشتو ترمنځ د طالبانو دقوماندانانو سره کړي . په رپوټ کي ويل کيږي چي پاکستان دطالبانو سره د پيسو او پوځي اکمالاتو په برخه کي زياتي مرستي کوي . هغوي پرته د پاکستان د استخباراتي څانګي ISI او دخليج دهيوادونو دمالي مرستو او ملاتړ څخه خپل بغاوت ته دوام نشي ورکولاي .

هسي چي د طالبانو قوماماندانان وايي د پاکستان استخباراتي څانګه ISI دطالبانوپه لوړ کړيو او اورګانونو کي خپل استازي لري

که څه هم دا کومه نوي خبره نده چي ISI دطالبانو څخه ملاتړ کوي ، خو دا چي يوه مهمه بريتانوي څيړونکي موسسه داخبره تاييدوي د پاملرني وړ خبره بلل کيږي . د 2009 ميلادي کال په پيل کي امريکايي پوځي مقاماتو هم داخبره تاييد کړي .

د نوموړي انستيتوت د رپوټ په وړاندي د پاکستان له خوا تر اوسه پوري کوم غبر ګون نه دي ښودل شوي.

رويتر/ ضياءالحق فضلي

کتونکي: عبدالباري حکيم