1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان رسماً د مشرف د نیولو غوښتنه وکړه

۱۳۹۰ اسفند ۱۵, دوشنبه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک، ویلي دي چې په رسمي توگه ئې له انترپول (نړیوال پولیس) څخه د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف، د نیول غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/14EzH
انځور: AP

د پاکستان حکومت د مشرف د نیولو امر د بینظیر بهټو له وژنې سره د هغه د احتمالي تړاو د تور له کبله صادر کړی دئ. ملک په اسلام آباد کې خبریالانو ته ویلي دي چې هیواد ئې په رسمي توگه له انترپول څخه د مشرف د نیولو غوښتنه کړې ده.

بینظیر بهټو د ۲۰۰۷ کال د دسمبر په میاشت کې په راولپنډۍ کې ووژله شوه. مشرف چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په دوبۍ او لندن کې ژوند کوي، تیره میاشت وغوښتل چې بیرته پاکستان ته ستون شي او یو ځل بیا د دغه هیواد په سیاست کې فعاله ونډه واخلي. خو هغه خپله پریکړه له هغه وروسته وځنډوله چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې نوموړی به پاکستان ته له رسیدو سره سم ونیول شي.

د پاکستان محکمو د بلوڅ یاغاینو د یوه مشر اکبر بوګدي او بینظیر بهټو د وژل کیدو په تړاو د مشرف د نیولو امر صادر کړی دﺉ.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې مشرف د بینظر بهټو له پاره مناسب امنیتي شرایط نه وو برابر کړي او همدا راز ئې هغه په ۲۰۰۷ کال کې د تیلیفون له لارې گواښلې وه. د ملک په وینا هغه وخت بهټو له پاکستان څخه بهر ژوند کاوه.

ملک ویلي وو: «مشرف بهټو د تیلیفون له لارې گواښلې وه. مشرف هغې ته ویلي وو چې که هغه له ټاکنو مخکې پاکستان ته راشي نو دی به ئې د امنیت ساتلو مسئول نه وي.»

د ملک په خبره بهټو بیا مشرف ته ویلې وو چې پاکستان ته د راتگ پریکړه د هغې ده نه د مشرف. د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر په خبره د بهټو د وژلو پلان د پاکستاني طالبانو له خو طرح شوی وو چې پکښې ټول ټال ۲۷ طالبان ښکیل ول.


مسعود جهش (د فرانسې خبري آژانس)
کتونکی: عبدالباري حکیم