1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له طالبانو سره د خبرو له پاره د علماوو مرسته غواړي

شامل شمس/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۲ مهر ۱۲, جمعه

د پاکستان حکومت غواړي چي د ديني عالمانو په منځگړيتوب له طالبانو سره د سولي خبري وکړي. خو يو شمېر پاکستانيان دغه اقدام مثبت نه بولي. نواز شريف ويلي دي چي د دغه هيواد له طالبانو سره به د سولي خبري پيل کړي.

https://p.dw.com/p/19ttu
انځور: picture-alliance/dpa

په پاکستان کي د وفاق المدارس نومي اتحاديې استازي ادعا کوي چي پاکستاني وسله والو طالبانو د سولي په تړاو د دوی هڅو ته «مثبت» غبرگون ښوولی دی. په دغه اتحاديه کي د پاکستان يو شمېر ديني ټولني غړيتوب لري. د راپورونو له مخي د وفاق المدارس مشرانو پدې ترڅ کي د پاکستان د کورنيو چارو د وزير چوهدري نثارعلي خان سره هم ليدلي دي.

په وفاق المدارس کي غړيتوب لرونکي زياتره ټولني د ديوبندي سني مذهبه دي چي په هکله يې ويل کيږي چي د سعودي عربستان له وهابيانو سره نژدېوالی لري. طالبان هم د ديوبند پېرويان دي. په پاکستان کي يو شمېر ليبرالان وهابي او ديوبندي اسلام ته د شک په سترگه گوري او ورباندي تور لگوي چي گواکي په هيواد کي تاوتريخوالی او نفرت ته لمن وهي.

د وفاق المدارس عمومي منشي قاري حنيف جالندهري سره د خبرو پر وخت وويل چي طالبان اوربند ته چمتو سوي دي. د هغه په وينا «اوس خبره د حکومت تر غبرگونه پوري معطله ده.» جالندهري په داسي حال کي د طالبانو او حکومت تر منځ د خپل منځگړيتوب خبره کوي چي لږ وخت مخکي د پاکستاني طالبانو د تحريک له خوا ويل سوي ول چي تر کومه وخته چي پر قبايلي سيمو د بې پلوټه الوتکو بريدونه نه وي درول سوي، اوربند ته به زړه ښه نه کړي.

د پاکستان لومړۍ وزير نواز شريف پارلمان ته د وينا پر مهال
د پاکستان لومړۍ وزير نواز شريف پارلمان ته د وينا پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

خبري بايد له چا سره وسي؟

په پاکستان کي يو شمېر ډلې د طالبانو او حکومت تر منځ خبري اتري مثبت اقدام نه بولي. د دوی په وينا خبري اتري به هغه طالبان لا پياوړي کړي چي پر پارلماني نظام او د پاکستان اساسي قانون نه مني. تنقيد کوونکي په دې ترڅ کي دې ته هم اشاره کوي چي طالبان پر څو ډلو ويشلي دي او حکومت به له کومي ډلي سره خبري کوي؟

د پاکستاني حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په مخالفت کوونکو کي شعيه مذهبه ډلې شاملي دي. شعيه مذهبه ديني عالم علامه امين شهيدي له دويچه ويله سره د خبرو پر مهال خپل دريځ داسي روښانه بيان کړ:

«هغه څوک چي له طالبانو سره د سولي خوبونه ويني، هغوی د احمقانو په جنت کي اوسيږي.(...) طالبانو تر اوسه پوري د يوې ورځي له پاره لا هم خپل بريدونه نه دي درولي. د پوځي عملياتو لاره له دوی سره د مناسب چلن يوازنۍ لاره ده. دولت بايد خپل قوت وښيي او هيواد د ترهگرو څخه وژغوري.»

د خبرو اترو له پاره ملاتړ

د پاکستان لومړي وزير نوازشريف د روان مېلادي کال د می مياشتي پر ۱۱مه نېټه د ټاکنو تر گټلو وروسته ويلي ول چي د طالبانو پر ضد د پوځي عملياتو پر ځای له هغوی سره خبرو اترو ته به ترجيح ورکړي. د خيبر پښتونخوا ايالت واکمن گوند تحريک انصاف هم د طالبانو پر ضد د پوځي عملياتو مخالف دی. نوازشريف د سپتمبر پر ۹مه نېټه د ټولو گوندونو په يوه غونډه کي د دې له پاره ملاتړ تر لاسه کړ چي له طالبانو سره خبري اتري وسي. په دغه غونډه کي د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران هم موجود ول.

په اسلام آباد کي د سولي د تحقيقاتو د مرکز مشر، عامر رانا وايي چي نواز شريف له طالبانو سره د خبرو اترو په هکله سمه لاره خپله کړې ده. رانا له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل:

«له طالبانو سره د خبرو اترو ستراتيژي گټوره ده.(...) دا يوه ښه نخښه ده چي نوازشريف د ترهگرۍ پر ضد په مبارزه کي یوازي پر پوځ تکيه نه کوي.»

د رسنيو يو شمېر راپورونه وايي چي د وسله والو پاکستاني طالبانو اغېز تر يوې کچې د قبايلي سيمو څخه د پاکستان سترو ښارونو ته هم غځېدلی دی. طالبان چي په پاکستان کي شريعيت غواړي ورباندي د زرونو پوځي او ملکي کسانو د وژلو تور لگول کيږي.