1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پاکستان: د ۱۸۲ مدرسو کنترول مو په لاس کې اخیستی

۱۳۹۷ اسفند ۱۶, پنجشنبه

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ۱۸۲ مدرسو کنترول یې په خپل لاس کې اخیستی او تر سلو ډیر نور کسان یې بنديان کړي دي. په وروستیو وختونو کې پاکستان د افراطیانو پر ضد اقدامات پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/3EaWF
Pakistan Soldaten in Tatta Pani
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

 

د رویترز خبري آژانس د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې بیانیې له مخې لیکلي دي: «د قانون د پلي کوونکو ادارو سره ۱۲۱ کسان له نن ورځې په احتیاطي توقیف کې دي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې په دې ترڅ کې د مدرسو، روغتونونو او امبولانسونو کنترول هم د دې وزارت له خوا په لاس کې اخیستل شوی دی.

پاکستان په دې اوونۍ کې د هغو ډلو پر ضد چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې ترهګر بولي، اقدامات پیل کړل. پاکستان دغه ګام د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر د یوه برید وروسته د نړیوال فشار په پایله کې واخیست. د جیش محمد، په نوم ډلې د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته چې په پایله کې یو شمیر هندي ځواکونه ووژل شول. هندوستان وایي چې د جیش محمد ځانمرګي بریدکوونکي د روان کال د فبروري میاشتي پر۱۴مه نیټه له چاودیدونکي موادو ډک موټر د هندي نیمه پوځیانو د موټرو له کتار سره وجنګاوه چې له کبله یې ۴۰ تنه ووژل شول. نوی ډهلی وايي چې د جیش محمد ډله له پاکستان څخه فعالیت کوي. خو پاکستان د دغې ډلې د ملاتړ تورونه ردوي.

پاکستان د سه شنبې په ورځ هم د جیش محمد ډلې ۴۴ غړي ونیول.  کورنیو چارو وزیر شهریار افریدي، ویلي وو چې په نیول شویو کسانو کې د «جیش محمد» ډلې یو شمیر مشران هم شامل دي. هغه په اسلام آباد کې خبریالانو ته روښانه کړې وه چې د دې ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر، ورور او نور نزدې خپلوان يي هم نیول شوي دي.