1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

پاکستان: وسله والو د ونډو بازار پر ودانۍ برید کړی

۱۳۹۹ تیر ۹, دوشنبه

د پاکستان د ستر ښار کراچۍ د ځایي پولیسو په وینا وسله والو کسانو په دغه ښار کې د ونډو مارکیټ پر ودانۍ برید کړی دی. امنیتي ځواکونو ویلي چې ټول بریدګر یې وژلي دي.

https://p.dw.com/p/3eU6g
Pakistan Karatschi | Angriff auf die Börse
انځور: DW/R. Saeed

د پولیسو په خبره د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون ۲۹مه) وسله والو کسانو په کراچۍ ښار کې د ونډو پر مارکیټ برید کړی دی. زیاته شوې ده چې څلور بریدګر وژل شوي دي.

پوځ ویلي دي چې په برید کې دوه نور کسان هم وژل شوي او امنیتي ځواکونو د احتمالي باقي پاتې کسانو لټون پېل کړی دی. د فرانسې خبري آژانس بیا د کراچۍ پولیسو له قوله لیکلي دي چې څلور پهره کوونکي، یو پولیس او یو لاروی وژل شوي دي.

Pakistan Karatschi | Angriff auf die Börse
انځور: DW/R. Saeed

تر دې دمخه د پاکستان د جیو نیوز، په نوم ځایي تلویزوني شبکې خبر ورکړی وو چې په دغه برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او نور درې ټپیان دي. د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د بلوچستان لیبرشن آرمي، په نوم د بیلتون غوښتونکو ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د ځایي رسنیو د رپوټ له مخې برید کوونکو د لاسي بمونو او وسلو په مرسته پر ودانۍ برید کړی دی. د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي میمن، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي: «څلور برید کوونکي وژل شوي دي چې په فولادي رنګه کرولا موټر کې راغلي وو.»

Pakistan Karatschi | Angriff auf die Börse
انځور: DW/R. Saeed

د پولیسو یوه چارواکي رضوان احمد چې د پېښې په ځای کې موجود دی ویلي دي چې برید کوونکو د کراچۍ د ونډو مارکیټ په داخلي دروازه حمله کړي او ودانۍ ته ورننوتي. د ونډو بازار مشر عابد علي حبیب جیو نیوز ته ویلي دي: «له بده مرغه د پاکستان د ونډو مارکیټ کې دغه پېښه رامنځ ته شوې. هغوی د پارکنګ له لارې راغلي او پر هر چای یې فیرونه کول.»ځانګړو ځواکونو چې په درنو وسلو سمبال دي ودانۍ محاصره کړې.

کراچۍ د پاکستان اقتصادي مرکز ګڼل کیږي او د پاکستان د دولتي بانک سربیره په کې یو شمیر ملي او نړیوال اقتصادي بنسټونه خپل مرکزونه لري.