1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ولې د انترنېټ د سخت کنترول نوي قوانين وضع کړي؟

۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبه

پاکستان د «ترهګرۍ او جعلي خبرونو» پر ضد يو شمېر نوي قوانين تصويب کړي چې د فيسبوک او تويتر په څېر ټولنيزې رسنۍ په نښه کوي. منتقدين وايي چې په دې سره پراخ سانسور ته لاره هواريږي.

https://p.dw.com/p/3YJj1
Symbolbild Facebook Blasphemie in Pakistan
انځور: picture alliance/dpa/epa/R. Khan

د پاکستان حکومت په دې وروستيو کې داسې نوي مقررات منظور کړي چې د نيوکه کوونکو په اند به د دې امکان ورته ورکوي چې د پاکستانيانو له خوا د ټولنيزو رسنيو د استعمال په اړه کنترول د حکومت په لاس کې ورکوي. د «وګړو د حفاظت (د آنلاين زيانونو پر وړاندې) مقررات، ۲۰۲۰» داسې ټولنيزې رسنۍ او عرضه کوونکي لکه فيسبوک، تويتر او ګوګل دې ته اړ باسي چې د حکومت په خوښه ځينې ليکنې حذف کړي. 
حکومت په دې سره له يادو شرکتونو څخه ارقام او اطلاعات هم په لاس وروړلی شي. چارواکي په دې تاکيد کوي چې دغه مقررات به ورسره مرسته وکړي څو له «ترهګرۍ، افراطيت، قهرجنو اظهاراتو، تاوتريخوالي او د ملي امنيت ضد اعمالو» په وړاندې چلن وکړي.

ټولنيزې رسنۍ بايد په پاکستان کې مسئولين مقرر کړي
 
د ټولنيزو رسنيو له شرکتونو څخه دا غوښتنه هم کيږي چې په پاکستان کې په فزيکي ډول حضور ولري او د تماسونو له پاره يو نفر هم مقرر کړي چې د پاکستان د اطلاعاتو او مخابراتو وزارت «ملي همغږي کوونکي» ته به راپور ورکوي. دغه قوانين د رپوټونو په حواله پرته له دې چې له عوامو سره مشورې وشي، د حکومت له خوا منظور شوي او د جنورۍ مياشتې په پای کې پلي شوي دي.  

سيرت چبه/ن ص/ س ر