1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ولې هندي او افغان دپلوماتان احضار کړي؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۴, یکشنبه

د پاکستان او هندوستان او پاکستان افغانستان په پوله د څلور پاکستاني سرتیرو او یوې ملکي ښځې تر وژل کیدو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان او هندي دپلوماتان احضار کړي او د یادو پیښو په هکله یې احتجاج کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Pcvo
Pakistan Außenministerium in Islamabad
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/I. Sajid

د سرتیرو دغه وژل کیدل داسې مهال کیږي چې همدا اوس د پاکستان او هندوستان ترمنځ اړیکي ډیرې ترینګلې دي او بل لوري ته د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د میاشتو راهیسې روان مذاکرات هم له ماتې سره مخامخ شول.

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر په ۱۴مه نیټه) د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند وویل چې وزارت یې د شنبې په ورځ د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر خاوره باندې د یاغیانو تر ډزو وروسته افغان دپلومات دغه وزارت ته احضار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې جنګیالیو د جمعې په ورځ ناوخته پر ګزمه بوخت یو سرتیری وژلی دی.

د یاد وزارت په حواله په دوهمه پیښه کې هغه مهال چې پاکستاني سرتیرو پر پوله اغزن سیم نصبوو، ډزې شوي او په دې پیښه کې درې تنه وژل شوي دي. دغه داوړه پیښې د پاکستان د خیبرپختونخوا ایالت په اړوند سیمو کې رامنځ ته شوې دي.

Pakistan Armee Soldat
انځور: ANJUM NAVEED/AP/dapd

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي بیا په وروستیو اونیو کې د پاکستان د پوځ له لوري پر افغان خاوره د درنو بمباریو خبر ورکوي.

په عین وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کنترول پر کرښه باندې د هندي ځواکونو د ډزو په پایله کې یوه ۴۰ کلنه ښځه وژل شوې ده او دا چې د دغې پیښې د ځواب له پاره یې هندي دپلومات احضار کړی دی. په اتومي وسلو سمبال دواړو ګاونډیو هیوادونو تر دې وړاندې دوه ځله د کشمیر پر سر جګړه هم کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې هندوستان په قصدي توګه د ملکي خلکو سیمې په نخښه کوي. دا په داسې حال کې ده چې هندوستان د اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان باندې تور پورې کوي چې د خپلې ولکې لاندې کشمیر کې له یاغیانو ملاتړ کوي څو له هندي ځواکونو سره جګړه وکړي، داسې تورونه چې پاکستان تل رد کړي دي.

Reuters/ K.H-AWA