1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر سرينا هوټل په بريد کي لاس لرل رد کړل

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۵, سه‌شنبه

پاکستان د افغان حکومت هغه تورونه رد کړي دي چې گويا د پاکستان دولتي چارواکو د کابل پر سرینا هوټل په ترسره شوي برید کې لاس درلود. په دغه برید کې چې د نوي کال په شپه ترسره شوی وو د څلورو ملکي وگړو په گډون ۹ تنه ووژل شول.

https://p.dw.com/p/1BVKV
انځور: Reuters

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندي تسنیم اسلم دغه تورونه «ډیر پریشانه کوونکي» وبلل او وې ویل چې د افغانستان له اړه سمدلاسه پر پاکستان تور لگول به هیڅ کومه گټه ونه لري. هغې زیاته کړه چې افغان چارواکو ته په کار دي چې په عاجله توگه له دې ډول عمل څخه لاس واخلي.

د افغانستان د مرکزي استخباراتي ادارې له خوا په خپره شوې یوه بیانیه کې پر کابل سرینا هوټل د برید پړه په مستقیم ډول پر پاکستان اچول شوې ده. په دغه بیانیه کې راغلي دي: «د ملي امنیت د تحقیقاتو له مخي داسي معلومیږي چې د دې برید د «طرحی» په جوړولو کي د پاکستان استخباراتي ادارې لاس لري.»

دا خبره مهمه ده چې مخکي تر دې به کله چې به د یوه برید په برخه کې د پاکستان تورنول هدف وو نو ویل کیده به: دغه برید د بهرنیانو له خوا ترسره شوی دی، خو دا وار افغان چارواکو د دغه برید پړه په مستقیم ډول د اسلام آباد پر حکومت اچولې ده.

د پاکستان پر حکومت د افغان چارواکو له خوا تر تور لگولو سمدلاسه وروسته د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندي وویل چې د دغه ترهگر برید په برخه کې د پاکستان د لاس لرلو تور ډیر پریشانه کوونکي دی او د پاکستان حکومت په بشپړه توگه دا ډول تورونه دروي.

تسنیم اسلم وویل چې پاکستان مخکی تر دې لا دغه برید غندلې دی چې په ترڅ کې يې ډیر انسانان وژل شوي دي. نومړي زیاته کړه: «په دغه برید کې یو پاکستانی هم ټپي شوی دی او هغه اوس هم تر درملني لاندی دی.»

د افغان چارواکو په حواله په دغه برید کې د فرانسې خبري آژانس پر یوه سیمه ییز خبريال سربیره څلور تنه ملکيان او څلور تنه بهرنيان ووژل شول. په وژل شوو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي.

د تنکي ځوانانو له خوا د ترسره شوي دغه برید مسئولیت طالبانو پر غاړه اخیستی وو، خو د افغانستان د ملي امنیت ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي ول چې د دغه برید طرحه په ډیره منظمه توگه جوړه شوې وه، نو له دې څخه معلومیږي چې په دې کې بهرنيان لاس لري.

دې ته ورته برید په جنوري میاشت کې په کابل کې پر یوه بل رستورانت هم ترسره شوی وو چې د هغه پړه هم د افغان حکومت له خوا پر پاکستان اچول شوې وه. په هغه برید کې هم د ۱۳ تنو بهرنیانو په گډون ۲۱ تنه ووژل شول.