1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر نړۍ د روهنګیا مسلمانانو په اړه ږغ کړی

۱۳۹۶ شهریور ۱۶, پنجشنبه

پاکستان له نړيوالو غوښتي چې د ميانمار په راخينه ايالت کې دي له روهنګيا مسلمان اقليت سره د تاوتريخوالو په تړاو پر دغه هيواد فشار راولي. ملګري ملتونه بیا وايي چې بنګلديش ته د روهنګیا مهاجرو شمير ۱۶۴ زرو ته رسيدلی.

https://p.dw.com/p/2jUNy
Bangladesch Flüchtlinge der Rohingya
انځور: picture-alliance/ANN/Greg Constantine/Provided to the Nation

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف د روهنګيا مسلمان اقليت د بحراني وضعيت په اړه ویلي دي چې دا د نړۍ له پاره «يوه وجداني ننګونه» ده او پاکستان په دې برخه کې هر ډول بشري مرستو ته چمتو دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا د پنجشنبې په ورځ خپاره شوي یوه بيان کې په دې اړه ځينو موضوعات ته اشاره شوې چې د پاکستان د ديپلوماتانو په کنفرانس کې ورباندې خبرې شوي دي.

د پاکستان سياسي ګوندونو او د ديني علماو ټولنو له روهنګيا مسلمانانو سره خواخوږي ښوولې او د رپوټونو په حواله د ميانمار مشر يې د روهنګيايانو په عام وژنه تورن کړی او غندلی دی.

بل لوري ته بیا د ميانمار حکومت ويلي دي چې په وروستيو تاوتريخوالو کې ۴۰۰ تنه وژل شوي چې ډیری يې روهنګيايان دي. د ځينو رپوټونو په حواله، تر دې مخکې ميانمار د وژل شويو روهنګيايانو شمير ۳۷۰ تنه ښوولی وو.

په ميانمار کې د وروستیو تاوتریخوالو پیل د اګست مياشتې پر ۲۵مه نیټه وروسته له هغه زور واخيست چې روهنګيايي وسله والو مليشو په لرو پرتو سيمو کې د ميانمار د ځواکونو پر ځینو امنیتي پوستو بريدونه وکړل او شاوخوا ۱۵ تنه يې ووژل.

تر يادې پيښې وروسته د ميانمار په راخينه ايالت کې وضعيت ورځ تر بلې مخ پر خرابيدو شو چې له امله يې په زرونو روهنګيايان اړ شول چې د بنګلديش پر لور مهاجر شي. د رپوټونو پر اساس د مهاجرتونو لړۍ اوس هم ادامه لري.

اسوشتيد پریس خبري آژانس د ملګرو ملتونو په حواله یو رپوټ خپور کړی چي پکښې راغلي چې بنګله ديش ته د رسیدلو مهاجرو شمير ۱۶۴ زرو ته رسيدلی دی چې ډیری يې روهنګيا مسلمانان دي.

ميانمار چې ډیری وګړي يې بودايان دي څه د پاسه يو ميليون روهنګيايان يې په خپله خاوره کې د تابعيت له حق څخه محروم کړي دي. سربيره پر دې روهنګيايي مسلمانان له نسلونو راپديخوا په دغه هيواد کې ژوند کوي خو ميانمار دغه اقليت د غيرقانوني مهاجرو په توګه پيژني.

بنګله ديش د تير اکتوبر میاشتې له تاوتريخوالو وروسته د شاوخوا ۴۰۰ زره روهنګيايي مهاجرو کوربه دی. اوس د نويو مهاجرو له څپو سره د دغه هيواد په کمپونو کې فشارونه ډیر شوي دي او د لا ډیرو روهنګیايي مهاجرو د ساتلو ظرفیت نه لري.

د رپوټونو پر اساس په وروستيو دوو اونيو کې چې د ميانمار له راخينې ايالت څخه د بنګله ديش پر لور مهاجرتونه پيل شوي، په سختو لارو کې يو شمير روهنګيايي مهاجر په اوبو کې د ډوبيدو له امله مړه شوي هم دي.