1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په اورکزي کي مو 40 تنه وسلوال وژلي

۱۳۸۹ فروردین ۱۵, یکشنبه

د پاکستان د حکومت يوه چارواکي نن وويل، حکومتي پوځیانو چي د ټانکونو او توپخانو سره سمبال ؤ، په قبايلي سيمي اورکزي کي د طالبانو د حملو مخه ونيوله او کابو 40 تنه يي وژلي دي...

https://p.dw.com/p/Mn4x
پاکستانی پوځ په قبايلي سيمو کي
پاکستانی پوځ په قبايلي سيمو کيانځور: AP Photo

امينتي چارواکي وايي : وروسته له هغي چي په نورو قبايلي سيمو کي طالب اورپکي تر فشار لاندي پريوتل، اورکزي چي د پښاور په جنوب ختيځ کي پرته سيمه ده، د هغوي په نوي هډي بدله شوه.

پاکستان چي په سيمه کي د تروريزم ضد جګړه کي د امريکا متحده ايالاتو ستر متحد دی، په دي وروستيو وختو کي په اورکزيو کي خپل حملي تندي کړي او د هغو په وړاندي طالب اورپکو په غچ اخيستونکو بريدونو لاس پوري کړ.

يو حکومتي چارواکي، ساجد خان د رويتر خبري آژانس ته وويل چي نن سهار وختي اورپکو د اورکزيو په يوه کلي کي په يوي امنيتي پوستي بريد وکړ. ساجد خان چي د «کالای» په کلي کي دنده تر سره کوي وويل: « اورپکو په دی بريد کی له هاوانونو، د اوږي پر سر ليږدونکو توغنديو او ماشيينګنو خڅخه کار واخيست، خو زمونږ د سرتيرو ځواب ګړندي او سخت ؤ».

هغه زياته کړه په دي حمله کي 25 اورپکي ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول. نوموړي پاکستاني چاروکي وويل، څو ساعته وروسته اورپکو د اورکزيو په يو بل کي کي په پوځي کتار بريد وکړ، خو هلته هم ځاني تاوان دوي ته اوښتي دی چي د معلوماتو له مخي، څه د پاسه 15 تنه ا اورپکي ووژل شول. د هغه پاکستاني چارواکي د وينا له مخي په دي ټولو نښتو کي يواځي يو حکومتي سرتيري ټپی شوي دي.

د رويتر خبري آژانس د خپل رپوټ په دوام کي وايي: که څه هم د اورپکو د مرګ ژوبلو د شمير په هکله د پاکستاني چارواکي، ساجد خان يادوني د خپلواکو سر چينو له خوا تصديق شوي نه دي، خو يو بل امنيتي چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي معلومات ورکړل، کابو د همدي شمير څخه يادونه وکړه.

په سيمه کي د اورپکو پر ضد د پاکستان د حکومت د تير کال عمليات د امريکا متحده ايالاتو له خوا ستايل شوي دي او هغه انديښني لږي کړي دي چي په هستوي وسلو سمبال پاکستان کي به رديکال اسلامي پالونکي قدرت ونيسي.

د افغانستان د پولي په اوږدو کي د زور پالونکو پر ضد د پاکستان د پوځ عمليات د امريکا متحده ايالاتو هغو هڅو ته خورا اهميت لري چي غواړي په ګاوندي هيواد، افغانستان کي ، ثبات تينګ کړي. امريکا متحده ايالاتو مخکي له دي چي د 2011 په نيمايي کي له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو په وتلو پيل وکړي، د تير کال په دسمبر کي د نوي ستراتيژي د اعلان څخه وروسته د لس ګونو زرو سرتيري استول پيل کړل ترڅو د طالبانو بغاوت پاي ته ورسوي.

ډيري افغان وسلوال طالبان پاکستان ته اوړي او په قبايلي سيمو کي ديره کيږي. د پولي په دواړو خواوو کي د طالبانو د فعاليونو په مخ نيوي کي پاکستان ستر نقش لري.

د متحده ايالاتو له غوښتني سره سم پاکستاني پوځ په قبايلي سيمو، بيا په خاصه توګه په اورکزي کي په څو تيرو اونيو کي خپل عمليات تند کړل. دغه سيمه د پاکستاني طالبانو د مشر حکيم الله مسعود هډه وه، ويل کيږي چي نوموړي د جنوري په مياشت کي په سيمه باندي د امريکايي بي پيلوټه الوتکي په يوي حملي کي ووژل شو.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل