1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په سوات کي پوځي عمليات خپل وروستي پړاو ته رسېدلي

۱۳۸۸ خرداد ۱۱, دوشنبه

دپاکستان د دفاع د وزارت د مرستيال سيد عطار علي په نظرهغه ماموريت چي ورکړل شوي وو، نژدې دی، چي ترسره شي...

https://p.dw.com/p/I1Qj
پاکستاني پوځيان د منګورې ښار تر نيولو وروسته د ګزمې پر مهال
پاکستاني پوځيان د منګورې ښار تر نيولو وروسته د ګزمې پر مهالانځور: AP

په سوات کي پوځي عمليات نژدي دي بشپړ برياليتوب ته ورسيږي.يوازي.په سلوکي 5 نه تر لسو پوري لاپاته دي . موږ هيله لرو چي د مقاومت وروستۍ ځالي په راتلونکو 2 او يا درو ورځو کي وراني کړاي شو. وروسته له هغه به ډير ژر په بيا رغوني پيل وکړو ترڅو چي بېځايه شوي خلک بيرته خپلو کورونوته ستانه شي.

پخپله په پاکستان کي دپوځ وياند بريد جنرال عطار عباس په خپل ورځني مطبوعاتي کنفرانس کي، خوشبيني څرګندوي او وايي، چي د مينګورې نيول ددوي له پاره ډير مهم بری دی.

«د ملا فضل ا لله په ګډون د معروفو شيطانو اوخبيثو قوماندانانو دتجمع ځايونه او د هغو د روزلو کمپونه لټول شوي او ويجاړ کړاي شويدي . او پدې ترڅ کي ډيري وسلې او ګولۍ موږ په لاس راغلي دي.»

خو ملافضل ا لله دتيښتي په حال کي دی. دی دسوات په دره کي د طالبانوسرکرده دی، او د پاکستان حکومت دده پر سر باندي ډيري پيسې ايښي دي. عطار عباس زياتوي.

د کارپوهانو په نظر د پاکستان پوځ په سوات کي ډير له شدت څخه کار اخستی او هلته د مرګ ژوبلي تر هغه شمېرې چي پوځ يې بيانوي ډيره ده
د کارپوهانو په نظر د پاکستان پوځ په سوات کي ډير له شدت څخه کار اخستی او هلته د مرګ ژوبلي تر هغه شمېرې چي پوځ يې بيانوي ډيره دهانځور: AP

«موږ د طالبانو د مخکښو کسانو په تعقيب کي يو خو د هغو ددويم اودريم کتار ډير کسان وژل شويدي. لومړی کتار مخکښان موپه نښه کړي خو پخوا لدې چي ويي نيسو پدې هکله څه نه وايو. ددوی نيول سخت کاردی خو زه تاسي ته ډاډ درکوم، چي زموږ هدف دطالبانو مشران دي.»

دا چي د مينګوري د ښار د بيرته نيولو په وخت کي څومره ملکي وګړي وژل شويدي معلومه نه ده پوځ يوازي دومره ويلي دي، چي دمی د مياشتي له سره راهيسي له 1200 نه ډير طالبان او له سلوکسو نه لږ عسکر وژل شوي دي. خوددې له پاره چي مطبوعات د جګړې سيمي ته نه پريښودل کيږي نوسړی ددې ارقامو سم والي نه شي آزمويلي. خو 4,2 مليونه وګړي له نوموړي سيمي څخه تښتېدلي دي. دهمدي له پاره دسياسي علومو پوه اوليکوا ل« دومه» دي برياليتوب ته دشک په سترګه ګوري.

غميزه پدي کي پرته ده چي د پاکستان حکومت 8 کاله هيڅ ونکړل، او اوس له اندازي زيات اقدام کوي دوی بايد پدې برخه کي په احطياط سره عمل کړی وای خودوی ډيرله شدت څخه کاراخلي. دهمدې له پاره ډير کسان وژل شوي اوډير نور تښتيدلي دي.

خوکه پوځ دشمال لويديز له سرحدي سيمي څخه دطالبانو په شړلو بريالی هم شي دابه دطالبانو پاي نوي. ځکه چي ددوی پټن ځاي دقبايلو سيمه ده چي هم د پاکستاني اوهم د افغاني طالبانومشران چي يوسست اتحاد سره لري هلته پټ دي.خو د پښتنو د قبايلو سيمي کنترول نه پاکستان اونه افغانستان کولای شي.

Petersmann, Sandra/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل